کينيا کې د وسلوالو دوو بريدونو ۳۰ کسه وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره مياشت پر هوټلونو او د پوليسو پر مرکزونو بريدونو کې له ۶۰ زيات کسان ووژل شول

د کینیا د کورنیو چارو وزارت وايي، سومالیا سره نژدې د دغه هېواد پر ساحلي مېشت ځایونو په دوو جلا بریدونو کې نژدې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

۲۰ کسان د تانا سیند په ګامبا سیمه کې او نهه نور د سومالیا پولې ته څېرمه لامو سیمه کې د وسلوالو د سختو ډزو په پایله کې وژل شوي دي.

د پېښې پر مهال خلکو د فوټبال نړیوال جام سیالیو تلویزیوني ننداره کوله.

دویم برید مپيکټوني سیمې ته نژدې شوی، چې تېره میاشت په کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

د سومالیا سخت دریځي الشباب ډلې ویلي، بریدونه دوی کړي دي.

په نايروبي کې د بي بي سي خبريال وايي له مپيکټوني سره نژدې کورونو کې اور لګېدلی او په ګامبيا کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد شوی دی.

عيني شاهدان وايي د شنبې په شپه په لامو کې په يوه سوداګريز مرکز کې شاوخوا ۱۲ وسلوالو کسانو ډزې کولې.

د دغې سيمې يوه مشر ويلي خبري اژانسونو ته ويلي، چې بريدګرو پر خلکو او شاوخوا کورونو او کلو پرته له توپيره ډزې کولې.

ځايي چارواکو دا هم ويلي چې ټوپکوالو په دغه سيمه کې حکومتي دفترونو او ودانيو ته اور اچولی دی.

په نايروبي کې د سره صليب اداره وايي د پوليسو پر پوستې د بريد په ترڅ کې نهه کسه وژل شوي چې اته يې ملکيان او يو پوليس دي.

د کينيا دغه ساحلي سيمه په وروستيو کې د وسلوالو نښه ګرځېدلې او د تېرې مياشتې په لومړيو کې په لامو کې پر هوټلونو او د پوليسو پر مرکزونو بريدونو کې له ۶۰ زيات کسان وژل شوي دي.

له ۲۰۱۱ کال وروسته په کېنيا کې د جنګياليو بريدونه ډېر شوي او ښايي يو لامل يې دا وي چې کينيا په روان کال کې کېنيا خپل ګاونډ سوماليا ته د الشباب جنګياليو پر وړاندې ځواکونه استولي دي.

ورته مطالب