شکیرا د نړیوال جام پای کې خپل هنر ښيي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ۳۷ کلنه شکیرا وايي، چې د دې موقع تر لاسه کولو لپاره هغه ډېره خوشحاله ده

کولمبیايۍ سندر غاړې شکیرا به په برازیل کې د روان فټبال نړیوال جام په پای کې به خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.

د پای مراسم د جولای په ۱۳مه د ریو ډي ژنیرو په مارکانا سټیډیوم کې د اتلوليو له پایلوبې مخکې تر سره شي او شکیرا به هلته د ,لا لا لا, (برازیل ۲۰۱۴ ) سندره وبولي.

پرله پسې دا دریم ځل دی چې شکیرا د نړیوال جام د سیالیو په پای کې خپل هنر نندارچیانو ته وړاندې کوي. له دې مخکې هغې په ۲۰۱۰ کال کې په افریقا کې او ۲۰۰۶ کال کې په جرمني کې خپل هنر ننداره چیانو ته وړاندې کړی و.

شکیرا په ۲۰۱۰ کال کې د نړیوال جام رسمي سندره واکا واکا یې هم بللې وه چې د اتلولیو په تاریخ کې ښکلې سندره ده.

۳۷ کلنه شکیرا وايي، چې د دې موقع تر لاسه کولو لپاره هغه ډېره خوشحاله ده.

هغې به یوه بیان کې وویل، چې مینه والو یې دا سندره ډېره خوښه کړې ده او زه د دې سندرې د بیا بللو لپاره ناکراره یم.

شکیرا دا هم وویل، زما له فوټبال سره له نژدې اړیکې شته او زه په دې پوهیږم چې نړیوال جام ډېری

د نړیوال جام د پای مراسمو کې به د شکیرا نه پرته کارلوس سنتانا او هپ هاپ سندر غاړی واییکلف جین هم وي.

ورته مطالب