د ګرجستان پخوانی ولسمشر ومړ

اډوارډ شیوردنادزه
Image caption شیوردنادزه په ۱۹۹۲ کال هغه مهال د جورجیا ولسمشر شو، چې پخواني شوروي اتحاد دړې وړې شو.

د ګرجستان پخوانی ولسمشر اډوارډ شیوردنادزه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د شپږ اتیا کلونو په عمر ومړ.

نوموړی د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا مخکې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتې شوی.

د نوموړي مرستیالې مارینا داویتاشویلي ویلي، ولسمشر د دوشنبې په ورځ تر سختې ناروغۍ وروسته ساه ورکړه.

شیوردنادزه په ۱۹۹۲ کال هغه مهال د جورجیا ولسمشر شو، چې پخواني شوروي اتحاد دړې وړې شو.

نوموړی د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وروستی وزیر و.

هغه د بې ثباتۍ او کورنیو جګړو په کلونو کې د جورجیا مشري کوله، خو واکمني یې په ۲۰۰۳ کال د "سره ګل کودتا" په نامه دخلکو د کودتا په پایله کې ختمه شوه.

دغه کودتا د جورجیا (ګرجستان) د ولسمشریزو ټاکنو د ادعا شویو درغلیو په پلمه د مخالفانو له خوا پیل شوه.

اډوارډ شیوردنادزه په ۱۹۲۸ کال، د هېواد په لوېدیځ لانچخوتي ښار کې دې نړۍ ته سترګې غړولې او په ۱۸ کلنۍ کې د کمونیستي ګوند د ځوانانو له څانګې سره ملګری شوی و.

هغه په ۱۹۷۲ کال، د کمونیستي ګوند لومړی منشي وټاکل شو.

شیوردنادزه په ۱۹۹۰ کال، د لنډ مهال لپاره د بهرنیو چارو وزارت له څوکۍ لیرې شو، خو په ۱۹۹۱ کال او د پخواني شوروي اتحاد د مخ پر ځوړ کېدو پروخت بېرته د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو.

ورته مطالب