نتنياهو د ابو خضير قاتلانو ته د سزا ژمنه کړې

محمد ابو خضیر د انځور حقوق AFP
Image caption محمد ابو خضیر څو ورځې وړاندې په ختیځ بیت المقدس کې تښتول شوی و او د تېرې چهارشنبې په ورځ یې مړی وموندل شو.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ژمنه کړې، چې د فلسطيني زلمي محمد ابو خضير وژونکي بايد عدالت ته راکاږل شي.

ښاغلي نتنياهو په هغو څرګندونو کې چې د يکشنبې پر ورځ په تلويزيون خپرې شوې، ټينګار وکړ چې توندلارو ته به په سيمه کې اور ته د لمن وهلو اجازه ور نه کړي.

ښاغلی نتنياهو دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې اسراييلي پوليسو د ابو خضير په وژنه کې د لاس لرلو په شک د شپږو يهودانو د نيولو خبر ورکړ.

د اسراييلو پوليس په دې باور دي، چې د محمد ابو خضير وژنه د دريو يهودي ځوانانو له وژنې سره تړاو لري، چې تر تښتولو وروسته وژل شوي وو.

بنيامن نتنياهو وويل: ((توندلارو ته به اجازه ور نه کړو چې په سيمه کې اور ته لمن ووهي او وينې تويې کړي، دغه کسان که د هرې خوا وي مهم نه دي. قتل، قتل دی. تاوتريخوالي ته لمسول، لمسون دی او موږ په ټول وس دواړو ته ځواب وايو)).

رپوټونه وايي چې نیول شوي کسان سخت دریځه یهوادن دي.

پولیسو بي بي سي ته ویلي چې خضیر د خپل هویت له امله وژل شوی دی.

خضير 'ژوندی سوځول' شوی

محمد ابو خضیر څو ورځې وړاندې په ختیځ بیت المقدس کې تښتول شوی و او د تېرې چهارشنبې په ورځ یې مړی وموندل شو.

ګومان کېږي چې هغه د هغو دریو اسراییلي هلکانو د وژل کېدو په غچ کې وژل شوی چې په ورته ډول له ورکېدو وروسته وژل شوي وو.

دغه راز رپوټونه وايي چې په اسراییل کې یو فلسطیني تنکی هلک چې د امریکا تابعیت لري د اسراییلي پولیسو له خوا وهل شوی او د ۹ ورځو لپاره په کور کې نظر بند شوی دی.

۱۵ کلن طارق خضیر د محمد ابو خضیر د ماما ځوی دی.

د هغه مور صباح ابو خضیر وايي چې پر زوی یې پولیسو چې عادې جامې یې پر تن وې حمله وکړه.

آغلې خضیر زوی ته یې له ورکړې جزا سره مخالفت کوي او وايي زوی ته یې په کوم تور د نهه ورځې نظر بندۍ جزا ورکړل شوې او ورته ویل شوي چې یو جرمانه هم پرې کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چې پر دغه فلسطيني الاصله امريکايي ځوان د زورزياتي له امله سخت خواشيني دي.

پولیس وايي چې طارق خضیر د هغو ځوانانو په ډله کې و چې د محمد ابو خضیر د وژل کېدو له امله د تاوتریخوالي په ترڅ کې یې پر پولیسو بریدونه کول.

په موبایل ټېلېفون کې اخیستل شوي تصویرونه ښيي چې دوه اسراییلي پولیس په بیا بیا طارق خضیر په سر وهي.

اخوا د محمد ابو خضیر د مړینې په اړه د عدلي طب د څیړونو په لومړنیو پایلو کې وویل شول چې محمد ابو خضیر ژوندی سوځول شوی و.

په رپوټ کې ویل شوي چې د محمد ابو خضیر بدن ۹۰ سلنه سوځېدلی و او په سر کې یې هم ټپونه لرل.

دغه موندنې په رسمي توګه نه دې خپرې شوې.

ورته مطالب