د بوکو حرام له منګولو تر ۶۰ ډېرې نجونې تښتېدلې

د انځور حقوق AFP
Image caption د نایجریا پوځ وايي، په دې برید کې له ۵۰ ډېر یاغیان وژلي دي

د نایجریا امنیتي ځواکونه وايي، تېره میاشت کې د تښتول شوو نجونو له ډلې ۶۰ یې د بوکو حرام د سخت دریځې ډلې له منګولو نه په تېښته بریالۍ شوې.

د بوکو حرام له منګولو تېښتېدلې مېرمنې او نجونې تېره میاشت د بورنو ایالت د دمبوا له ښار نه د ۶۸ تښتول شو نجونو له ډلې څخه دي.

د راپورونو اړوند دا مېرمنې او نجونې هغه مهال په تښته بریالۍ شوې چې د بوکو حرام ډلې اورپکي د تېرې جمعې په ورځ (جولای ۴) دمبوا ته نږدې په یوه پوځي اډې د برید په موخه تللي وو.

د نایجریا پوځ وايي، په دې برید کې یې له ۵۰ ډېر یاغیان وژلي دي.

په تېر اپریل میاشت کې د ۲۰۰ تښتول شویو نجونو ډېری یې لاهم د بوکو حرام په منګولو کې دي.

ای ایف پی خبري اژانس وايي، د میدوګوري امنیتي ځواکونو د نجونو په تېښته کې ورسره مرسته کړې.

کله چې دې ډلې د بورنو په ایالت د چیبوک له ښار نه د اپریل په ۱۴مه ۲۰۰ ډېرې زده کوونکې یې وتښتولې، د بوکو حرام ډلې په وړاندې په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوی.

دغې ډلې د دې زده کوونکو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو ځینو جنګیالیو او دوستانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه چې د حکومت له خوا رد شوه.

د نایجریا پوځ ویلي، تېره اونۍ یې درې مېرمنې د بوکو حرام د ډلې د خدمت په تور نیولې دي.

ورته مطالب