درو اسرائیلیانو د ابو خضیر په وژنې اعتراف کړی

د انځور حقوق Getty
Image caption محمد ابو خضیر نوي سلنه سوځېدلی و، او د سوځېدو پر مهال ژوندی و

د اسرائیلو دولت وايي، له هغو شپږو نیولو شویو اسرائیلي تورنو دریو یې د فلسطیني زلمي محمد ابو خضیر په وژلو اعتراف کړی دی.

د دغه اعتراف جزییات د اسرائیلو قضايي چارواکو ته ورکړل شوي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې د دریو اسراييلي ځوانانو مړي پیدا شو، شپاړس کلن محمد ابو خضیر له تښتول کېدو وروسته ووژل شو.

د اسراییلو پولیس وايي، چې د دې وژنې تورنو کسانو د هغه موټر د تګلوري پر اړه تشریح ورکړ، چې د هغه په ذریعه محمد ابو خضیر د بیت المقدس شاوخوا ځنګلونو ته تښتولی و.

قانوني طبي څېړنو پایلې ښودلې، محمد ابو خضیر نوي سلنه سوځېدلی و، او د سوځېدو پر مهال ژوندی و.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د محمد ابو خضیر له پلار حسین اوبو خضیر سره مخکې کتلي وو، او هغه ته یې ډاډ ورکړې و، چې د زوی قاتلینو ته به یې سزا ورکړي.

پر همدې مهال کې د حماس فلسطیني ډلې ګواښ کړی چې د دې ډلې د اتو کسانو د وژلو غچ به واخلي.

اسراييل وروسته له هغه برید نه چې د دې کسانو د وژلو لامل شو اعلان کړی؛ د تروریستانو او د راکت ویشتونکو ځایونه یې له فلسطیني سېمو د راکت ویشتلو په غبرګون کې تر برید لاندې نیولي.

د دریو ورکو شوو اسرایيلي ځوانانو مړي پیدا کیدو نه وروسته پر غزه اسراییلي بریدونه ډېر شول، او له دې نه وروسته د فلسطیني ځوان وژنې تاوتریخوالي ته لمن ووهله.

ورته مطالب