د بدن غړو مصنوعي نښلونه زیاته شوې ده

Image caption برتانیا غواړي تر ۲۰۲۰کال پورې د هغو کسانو شمېره چې په خپله خوښه د بدن غړو ورکولو ته چمتو دی، ۵۰٪ لوړه کړي.

نړۍ کې د بدن د مصنوعي غړو نښلونه په زیاتېدو ده خو په برتانیا کې شمېرې ښيي چې دا هېواد تر نورو شاته دی.

په ۲۰۱۳م او ۲۰۱۴مو کلونو کې په برتانیا کې د مصنوعي غړو په نښلولو کې په سلو کې ۱۰ زیاتوالی راغلی دی.

خو د برتانیا د عامې روغتیا وزارت وایي د هغو کسانو د کمښت له کبله چې تر مرګ وروسته د بدن غړو ورکولو ته حاضر دي، په دې هېواد کې هره ورځ درې تنه مري.

د عامې روغتیا وزارت غواړي تر ۲۰۲۰کال پورې د هغو کسانو شمېره چې په خپله خوښه د بدن غړو ورکولو ته چمتو دی، ۵۰٪ لوړه کړي.

دا به برتانیا د اسپانیا په څېر، د هغو هېوادونو په کتار کې راولي چې په دې برخه کې وتلی ځای لري.

په وروستیو کلونو کې په نړۍ کې د هغو کسانو شمېره خورا زیاته شوې چې تیار دي، تر مرګ وروسته د بدن غړي ترې وایستل شي او هغو کسانو ته ونښلول شي چې اړتیا ورته لري.

خو داسې خلک هم شته چې پخپله یې د غړو ورکولو په نوملړ کې نومونه لیکلي خو د کورنۍ غړو ته یې د نورو له بدن غړو ورکولو ډډه کړې او په پایله کې یې خپلوان مړه شوي دي.

اوس په برتانیا کې روغتونونه هڅه کوي داسې روغتیایي کارکوونکي وګوماري چې په زړورتیا سره په دې برخه کې کار وکړي او د هغو کسانو خپلوان چې مري، دې ته وهڅوي چې د بدن خپل غړي نورو ته ورکړي.

لویه ستونزه

خو د وینې او غړو د نښلولو ډاکتره سلي جونسن وایي دا مهمه ده چې د هغو کسانو کورنۍ د غړو ورکولو چارې ته وهڅوي چې خپلوان یې مري.

هغه وایي "د کورنیو له خوا د مړو شوو دغړو نه ورکول یوه لویه ستونزه ده او له همدې امله موږ د نړۍ له ځېنو هېوادونو شاته پاتې یو. کورنۍ دا مسله وروستۍ شېبې ته پرېږدي، نو ښه داده چې دوی له ځانه وپوښتي ایا داسم کار دی چې نورو ته غړي ورکړي او هغوی له مرګه وژغورل شي. که چیرې موږ نه غواړو چې خپلوان مو له لاسه ورکړو نو دا هم باید ومنو چې تر مرګ وروسته د بدن غړي نوروته ورکړو."

شمېرې ښيي چې د بدن د غړو ورکړه یوازې د هغو له خوا نه ده شوې چې مړه شوي بلکه ډېرو کسانو یانې زرتنو د خپل ژوند پر مهال دا توصیه کړې چې تر مرګ وروسته دې د بدن هغه غړي چې د بل چا ژوند ژغورلی شي ترې وایستل شي.

د بدن ډېر داسې غړي د هغو کسانو د ژوند ژغورلو ته په درد خوري چې یایې کوم غړی له کاره غورځي او یا ټکر کوي او کوم غړی له لاسه ورکوي.

ځینې کسان د مذهبي مسلو په پام کې نیولو سره هم دې ته نه حاضرېږي چې تر مرګ وروسته یې د بدن غړي ترې واخیستل شي.

خو دنورو په ګومان دا ارزښتناک ګام دی او که څوک دا وصیت کوي چې تر مرګ وروسته دې د بدن غړي تر وایستل شي دا د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی شي.

ورته مطالب