بغداد اتومي توکو ته د داعش رسېدل لوی ګواښ بولي

Image caption د داعش اورپکو په وروستیو کې د عراق شمال لوېدیځې پراخې سیمې ونیوې.

عراق خبرداری ورکړ چې سني وسله والو هغه اتومي وسایل تر لاسه کړي چې په موصل پوهنتون کې یې ساینس پوهان کاروي. عراق دا اندېښنه ملګرو ملتونو ته رسولې ده.

په هغه لیک کې چې رویټرز خبري اژانس ترلاسه کړی په ملګرو ملتونو کې د عراق استازي د نړیوالو مرسته غوښتې او خبرداری یې ورکړی چې دغه توکي کېدای شي وسله وال د دې جوګه کړي چې ترهګریز فعالیت وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو پردغه ګواښ چندان غوږ نه دی ګرولی او ویلي یې دي چې ګومان نه کوي په دغو توکو کې به داسې توکي وي چې د یورانیمو په غني کولو کې کارول کیږي او دا به سخته وي چې د دغو وسایلو په کارولو وسله جوړه کړل شي.

رویټرز ویلي، په ملګرو ملتونو کې د عراق د استازي هغه لیک یې تر ګوتو کړی، چې پکې لیکي، سني وسله والو ۴۰ کیلوګرامه یورانیم نیولي دي.

په لیک کې غوښتنه شوې ده چې د دغه کار د مخنیوي لپاره باید جدي کار وشي، چې په دې سره په عراق او بهر کې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو اړوند د اټومي انرژۍ سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل، باور کوي چې دغه اتومي مواد ټیټه کچه لري، او هېڅ لوی امنیتي خطر نه شي پېښولی.

ددغه سازمان ویاندې ګیل تودور ویلي "که څه هم له عراق نه مخکې خبرداري راغلي وو، خو موږ د لانورو جزییاتو ترلاسه کولو پّ لټه کې یو".

امریکا وايي، دا به ستونزمنه وي، چې اورپکي له دغو موادو د وسلو په جوړولو کې ګټه واخلي.

کیمیاوي وسلې

په ملګرو ملتونو کې د عراق سفیر محمد علي الحکیم ویلي "ترهګرو ډلو د دولت له کنټرول بهر سیمه کې اتومي مواد ترلاسه کړي. دغه اتومي مواد، که څه هم کم دي، خو ترهګرې ډلې یې په مټ کولی شي، لوی خطر رامنځ ته کړي. شاید له نورو موادو سره یې یوځای کړي او ترهګریزو چارو کې یې وکاروي".

د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو تېره میاشت موصل ښار ونیو.

موصل له بغداد شاوخوا ۲۵۰ میله لیرې شمال لوېدیځ ته پروت دی.

د داعش جنګیالیو له خوا د اتومي موادو د نیولو دا خبر وروسته تر هغه یوه ورځ وروسته خپور شو، چې وسله وال د کیمیاوي وسلو یوه فابریکه ونیوله.

Image caption د داعش جنګیالیو له خوا د اتومي موادو د نیولو دا خبر وروسته تر هغه یوه ورځ وروسته خپور شو، چې وسله وال د کیمیاوي وسلو یوه فابریکه ونیوله.

دوی وايي، د بغداد په شمال کې دغه مرکز کې د هغو توغندیو پاتې شوني ول، چې د سارین په نامه زهر ګاز یې درلود، همداشان هلته نور وژونکي مواد هم وو.

د داعش اورپکو په وروستیو کې د عراق شمال لوېدیځې پراخې سیمې ونیوې.

ملګرو ملتونو ویلي، یوازې تېره میاشت په تاوتریخوالو او جګړو کې لږترلږه ۲۴۱۷ عراقیان وژل شوي، چې ۱۵۳۱ یې ولسي وګړي وو.

د جګړو له سیمو تر یو میلیون ډېر وګړي خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ورته مطالب