اسرائیل پر غزې بریدونه ډېروي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیل وايي، په غزه کې یې د حماس لسګونه ځایونه ویشتلي

له تېرې سې شنبې راهیسې اسرائیلو پر غزې تر ۵۰۰ ډېر بریدونه کړي، چې لږترلږه ۶۰ فلسطینیان یې وژلي دي.

په وژل شوو کې زیاتره ولسي وګړي دي.

بل خوا، له غزې تراډې د حماس جنګیالي د اسرائیلو پر تل ابیب توغندیو توغولو ته دوام ورکړی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي "له خپلو دفاعي چارواکو سره تر سلامشورې وروسته پر دې هوکړه وشوه، چې د حماس پرضد بریدونه ډېر کړل شي".

هغه وویل، فلسطیني جنګیالي به پر اسرائیلو د توغندیو توغولو دروند پور ادا کړي.

د اسرائیلو پوخ ویلي، حماس د تېرې چارشنبې په ورځ پر اسرائیلو ۷۲ توغندي توغولي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د حماس جنګي څانګه وايي، اسرائیل به د بریدونو لوی تاوان پرې کړي

په وروستیو راپورونو کې ویل شوي چې اسرائیلو په بریدونو کې د حماس جنګیالي، بنسټونه، د وسلو زېرمې، تونلونه او د قوماندې مرکزونه په نښه کړي دي.

خو د غزې طبي چارواکو ویلي، په وژل شویو کې نیمايي یې ولسي وګړي دي، چې تر ډېره پکې ښځې او ماشومان دي.

حماس وايي، د دوی د بریدونو هدف ټول اسرائیل دي، خو اسرائیل د هغه اوربند په ماتولو تورنوي، چې د مصر په منځګړیتوب شوی و.

په ۲۰۱۲ کال کې دغه اوربند د دواړو غاړو له خوا په بریدونو مات شوی و.

د ځمکني برید امکان

ښاغلي نتنیاهو وویل، په غزه کې به عملیات پر اسرائیلو د بریدونو تر درېدو پورې دوام وکړي.

خو د اسرائیلو ولسمشر شیمون پیریز سي این این ته ویلي، شاید ځمکني عملیات "ډېر ژر" پیل شي.

د اسرائیلو پوځ ۴۰ زره پوځيان ځمکنیو عملیاتو ته تیارسئ چمتو کړي دي.

اسرائیل وايي، ددغه هېواد پوځ د غزې پر ۵۵۰ ځایونو بریدونه کړي، چې د حماس اړوند وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له نتنیاهو سره تیلېفوني خبرې کړې، چې شاید له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره هم تیلېفوني خبرې وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
د انځور حقوق BBC World Service

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، امریکايي چارواکي له دواړو غاړو د وضعیت د ارامولو غوښتنه کوي.

د حماس د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل پخپله هغه وینا کې، چې د الاقصی تلوېزیوه خپره کړې، امریکا او نړیواله ټولنه د فلسطینیانو پرضد په جرمونو تورن کړي دي.

پر همدې مهال، د مصر د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې ولسمشر عبدالفتاح السیسي له فلسطیني ولسمشر محمود عباس سره د وروستي وضعیت په اړه تیلېفوني خبرې کړې.

مصر د اسرائیلو او حماس د بریدونو د درېدو غوښتنه کړې.

پر غزې د اسرائیلو په وروستي بمبار کې د خان یونس پر دوو کورونو بمبارۍ لږترلږه ۷ فلسطینیان وژلي، چې په دې سره د ځینو رپوټونو پربنسټ، له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۶۰ ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ویلي: "غزه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ده، له غزې پر اسرائیلو توغندي په سختو ټکو غندم، دا بریدونه د نه منلو دي، باید ودرول شي. د اسرائیلو له حکومت هم غواړم چې له زغم کار واخلي او د ولسي وګړو په ساتنه کې نړیوال قوانین په پام کې ونیسي. په غزه کې د ګڼو ولسي وګړو وژل هم وحشیانه بولم".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د پنجشنبې پر ورځ د غزې په اړه دویمه غونډه وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په غزه کې تر اسرائیلي برید وروسته چاودنه
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیلیان د توغندي تر برید وروسته پناه ځایونو ته لېږدي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسرائیلو په برید کې له لولپه شوې ودانۍ لوګی خېژي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیلي چلوونکي له غزې پر تل ابیب د توغندلو له وېرې ګوښه شوي

ورته مطالب