سامسنګ: تر ۳ میاشتو به مو ۲۵٪ ګټه کمه شي

د انځور حقوق samsung
Image caption چارواکي وايي چې په دې برخه کې به ګټې لا هم کمې شي

سامسنګ الکټرونيکي شرکت اعلان کړی چې سږ کال یې سمارټ فون په مارکیټ کې په سستۍ مخ ته ځي او د کوریا پولي واحد په غوره توګه ‎په مخ روان دی، نو له دې امله به یې په دریو میاشتو کې په ګټه کې ۲۵ سلنه کمښت راشي.

دغه شرکت ګومان کوي چې له تېر اپریل نه تر جون میاشتې پورې یې اووه اعشاریه یو میلیارد ډالر ګټلي، حال دا چې د تېر کال په پرتله څه کم دوه میلیارده ډالره کم دي.

سامسنګ سمارټ فون جوړونکی په نړۍ کې تر ټولو لویه کمپنۍ ده او سمارټ فون جوړول د دې کمپنۍ لویه برخه ده.

د جنوبي کوریا دغه شرکت وايي، د ستونزو له امله د نړۍ په مارکیټونو کې سمارټ فون په سستۍ سره روان دی او ورسره د چیني و اروپايي مارکیټونو ترمنځ سخته سیالۍ هم روانه ده.

له بلې خوا د کوریا پولي واحد وان د ښه کېدو له امله هم د سامسنګ په ګټو بد اثر غورځولی.

په پولي واحدونو کې د ښه کېدو له امله د سامسنګ په شان کمپنۍ له دې امله زیان کوي چې د دې کمپنیو ډېری اتکا پر صادراتو ده.

په تېرو کلونو کې د سامسنګ پرمختګ د ګرځنده تیلیفونونو په نړۍ کې له خورا ښه ارزښت نه برخمن و.

د سامسنګ ګلکسي فون په بریالیتوب سره او د سمارټ فون په بریالیتوب سره په ۲۰۱۲ کال کې سامسنګ په نړۍ کې تر ټولو لویه ګرځنده تیلیفون جوړونکې کمپنۍ نوکیا ځای ونیو.

په نړۍ کې د سمارټ فون د غوښتنو په کمېدو سره دا صنعت له ستونزو سره مخامخ شو.

کارپوهان وايي په دې برخه کې به ګټې لا هم کمې شي.

ورته مطالب