اوباما: امريکا غزه کې منځګړتوب ته چمتو ده

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي د اسراييلو په هوايي بريدونو کې لږترلږه ۹۰ کسان وژل شوي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي، متحد ايالات چمتو دي په غزه کې د اسراييلو او فلسطنيانو ترمنځ د اوربند منځګړتوب وکړي.

ښاغلي اوباما دغه څرګندونوې د اسراييلو له لومړي وزير بنيامن نتنياهو سره د ټيليفوني خبرو پر مهال کړې دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين هم د اوربند وړانديز کړی دی.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتو سرمنشي بانکي مون له اسراييلو او فلسطينانو څخه پر داسې مهال د اوربند غوښتنه وکړه چې د دواړو خواوو ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی دی.

بانکي مون د امنيت شورا بېړنۍ غونډې ته وويل له حد څخه زيات زور کارول د زغملو نه دي او د دې لوړه بيه ملکي وګړي پرېکوي.

ښاغلي بان په سيمه کې د حالاتو د لا خرابېدو وېره وښوده او ويې ويل چې حالات هره دقيقه له کنتروله وتلی شي.

ده وويل: ''وضعيت بايد په هېڅ ډول نور له کنټروله و نه وځي. د تاوتريخوالي نور خپرېدل خطرناک او بېساري پايلې لرلی شي. دا د ډېرو نازکو ازموينو څخه يوه ده چې په وروستيو کلونو کې سيمه ورسره مخامخ شوې ده. ټول بايد په دې پوه شي چې يوازې د سولې تړون د اسراييليانو او فلسطينيانو لپاره دايمي امنيت راوستلی شي''.

تر دې وړاندې د اسراييلو لومړي وزير ويلي، چې عمليات له پلان سره سم پر مخ روان دي او ''تمه ده نور ګامونه'' هم واخيستل شي.

فلسطيني چارواکي وايي له سې شنبې راهيسې چې پر غزې اسراييلو هوايي بريدونه پيل د غزې تراډې له ۹۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د فلسطين د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي په دغو بريدونو کې له ۶۰۰ زيات نور فلسطينيان ټپيان شوي چې لويه برخه يې ملکيان دي.

اسراييل وايي د پنجشنبې پر ورځ يې له ۱۰۰ زيات هدفونه په نښه کړي او فلسطيني جنګياليو بيا پر اسراييلو د توغنديو توغولو ته دوام ورکړی دی.

پر اسراييلو د فلسطينيانو له لوري د توغول شويو توغنديو له امله د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه، نه دي ورکړای شوي.

د اسراييلو او فلسطين ترمنځ شخړه وروسته له هغه راپورته شوه چې د درې اسراييلي زلميانو له وژل کېدو وروسته يو فلسطيني زلمی چې راپورونه وايي په 'اور سوځول' شوی و، ووژل شو.

ورته مطالب