"عراقي پوځ ۲۵۵ سُني بندیان اعدام کړي"

عراقي پوځيان د انځور حقوق Reuters
Image caption د بشري حقونو د څار ډله وايي، "دا ډله ییز اعدامونه د قضا له چوکاټ بهر ترسره شوي''.

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، عراقي پوځ او شیعه ملېشو تېره میاشت د اورپکو د بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۵۵ سني بندیان اعدام کړي دي.

دغه سازمان پخپله یوه ویناپاڼه کې ویلي "د عراق امنیتي ځواکونو او د دوی شیعه ملېشو لږترلږه ۲۵۵ بندیان یوازې تېره میاشت (جون) اعدام کړي دي".

دغه سازمان زیاتوي، چې "دا ډله ییز اعدامونه د قضا له چوکاټ بهر ترسره شوي، چې تر ډېره جنګي جرمونه او د بشر ضد جرمونه ګڼل کېږي".

سرچینه زیاتوي، شاید دغه اعدامونه د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) سني ډلې د پرمختګ په غچ اخیستو کې شوي وي.

داعش په وروستیو کې د عراق ځینې شمالي مهم ښارونه ونیول.

اوسمهال نینوی، صلاح الدین، انبار او بعقوبه ولایتونه د داعش جنګیالیو په لاس کې دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د منځني ختيځ د چارو مرستیال جو سټورک وايي "د بندیانو وژل په ښکاره له نړیوال قانونه بربنډه سرغړونه ده".

نوموړی زیاتوي "په داسې حال کې چې نړۍ د داعش وحشیانه کړنې غندي، خو د حکومتي ځواکونو او د دوی د ملاتړو ملېشو له خوا هم باید په ناروا او وحشي وژنو سترګې پټې نه کړي".

دغه سازمان پخپله یوه اعلامیه کې وايي، په موصل، تلعفر، بعقوبه او راوه کې یې داسې شواهد موندلي، چې حکومتي ځواکونو او شیعه ملاتړو یې سني بندیان په ډله ییز ډول وژلي دي:

"په یوه پېښه کې لسګونو بندیانو ته په ژوند اور ورته شوی، او د ځینو بندیانو خونو ته لاسي بمونه ورغورځول شوي".

د بشري حقونو د څار دغې ډلې د دغو اعدامونو په اړه د نړیوالې پلټنې غوښتنه کړې ده.

ښکاري چې وژل شوي سني مسلمانان دي، په داسې حال کې چې د عراق پوځ زیاتره سرتېري او د دوی ملاتړې ملېشې شیعه ګان دي.

پر همدې مهال، د عراق کردانو په شمالي برخه کې د تېلو دوې سیمې نیولې دي.

څو ورځې مخکې، عراقي ځواکونو ویلي وو، د بابل ولایت جنوبکې په مرمیو ویشتل شوي، سترګې ترې ایستل شوې او لاس تړلي ۵۰ مړي موندل شوي دي

دا سیمه د شیعه ګانو ده.

ورته مطالب