په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ښه بوی څنګه پلورل کېږي؟

د انټرنېټ له دودېدا سره ژوند هم اسانه شوی، او د بېلابېلو ډولونو سوداګري هم له همدې لارې کېږي.

وروستی څه چې څوک به يې د انټرنېټ له لارې د بريالۍ سوداګرۍ فکر کوي، د عطرو پېر او پلور دی.

د ليدو وړ توکي پېر او پلور به اسانه وي، چې انځور يې پر وېبپاڼه د پلور لپاره ايښودل کېدی او کتل کېدی شي، خو پوښتنه دا ده چې د بوی وړ توکی به څنګه پلورل کېږي؟

بي بي سي يوه جرمن شرکت ته ورغلې چې له غوړېدلې سوداګرۍ بيا افلاس ته رسېدلی، او اوس د بوی داسې ډولونو په وړاندې کولو د خپل اقتصادي ځواک راژوندي کولو زيار باسي چې د پېرودونکو له لوريې يې وړانديز کېږي.