کینیا کې دوو وسلوالو یو مسلمان سوادګر وژلی

Image caption د کنیا هیواد د مدني ټولنو غړي په دغه وژنه کې د کينیا دولت پړ او تورن بولي

یو مسلمان سوداګر په کينیا کې د دوو وسلوالو له خوا وژل شوی دی.

دوو وسلوالو کسانو په کينیا کې هغه مسلمان سوداګر چې له ترهګرۍ سره په مالي مرسته تورن شوی و وواژه.

دغه وژنه د جمعې په شپه د کينیا سویل خوا د مومباسا په ساحلي ښار کې رامنځته شوه.

د سیمه يیزو رپوټونو پر بنسټ سوادګر محمد شهید بات چې د مومباسا هوایې ډګر له لوري د ښار په خوا د موټر چلولو په حال کې و د دوه وسلوالو له خوا پرې برید وشو.

ښاغلی بات چې مومباسا کې یو پیژندل شوی سوداګر و، ټاکل شوې وه راتلونکې میاشت د هغو تورونو د سپيناوي لپاره محکمي ته حاضر شي چې ویل کیږي چې نوموړی د مالي مرستو پر بنسټ مسلمان ځوانان ترهګرۍ ته هڅوي.

د کنیا هیواد د مدني ټولنو غړي په دغه وژنه کې د کينیا دولت پړ او تورن بولي.

په دې روستیو میاشتو کې د کينیا ډیر شمېر مسلمانان چې له سخت دریځو سره اړیکه لري په مومباسا او یو شمیر ساحلي سیمو کې وژل کیږي.

شیخ ابراهیم اسماعیل او شیخ محمد ادریس هغه کسان دي چې د نامعلومو وسلوالو له خوا وژل شوي .

د کينیا هیواد د مدني ټولنو غړي په دغه وژنه کې د کنیا دولت پړاو تورن بولي، ځکه هغوی خپل کارونه په سم ډول نه تر سره کوي او سمه څېړنه نه کوي.

د مومباسا د پولیسو مشر ریچارد کیتور وایي، ښاغلی بات په داسې حال کې ووژل شو چې خپل زوی یې د هوایې ډګر نه ښار ته راوسته.

نوموړی تیر کال له ترهګريزو پیښو سره د مالي مرستې په تور محاکمه شو و، خو کومه پریکړه یې په تړاو نه وه شوې.

په تیرو دوو کلونو کې د کينیا درې نور اوسیدونکي چې ویل شوي، یو ډول د سخت دریځو سره لاس لري وژل شوي دي.

ورته مطالب