د نوبل جایزې ګټونکې نادین ګوردیمر ومړه

ګوردیمر
Image caption د ګوردیمر تر ۳۰ ډېر کتابونه خپاره شوي، چې "د برګر لوری"، "د جولای کورنۍ" او "زما د زوی کیسه" یې تر ټولو ډېر مشهور کتابونه دي.

د سوېلي ‎افریقا لیکواله او د نوبل جایزې ګټونکې نادین ګوردیمر د ۹۰ کلونو په عمر له جوهانسبرګ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دغه لیکواله د نړیوالو ادبیاتو له پېژندل شویو څېرو څخه وه.

د هغې کورنۍ وايي، نوموړې له لنډې ناروغۍ وروسته مړه شوه.

د ګوردیمر تر ۳۰ ډېر کتابونه خپاره شوي، چې "د برګر لوری"، "د جولای کورنۍ" او "زما د زوی کیسه" یې تر ټولو ډېر مشهور کتابونه دي.

هغې په ۱۹۷۴ کال د "بوکر" ادبي جایزه وګټله او په ۱۹۹۱ کال یې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.

هغه مهال د نوبل د جایزو وېشلو کمېټې ویلي وو، چې دغه جایزه د "لوړو او حماسي" لیکنو په برکت لیکوالې ګوردیمر ته ورکړل شوې؛ ځکه چې په وینا یې له "بشردوستۍ سره لویه مرسته" یې کړې ده.

ګوردیمر ډېر ژر لیکنې پیل کړې او لومړی اثر یې په ۱۵ کلنۍ کې د جوهانسبرګ په مجله کې خپور شو.

د هغې د داستانونو موضوعات تر ډېره په یوه چوکاټ کې دي، تبعید او غربت.

د انځور حقوق EPA
Image caption نادین ګوردیمر او نېلسن منډېلا نژدې ملګري وو.
د انځور حقوق Reuters
Image caption ګوردیمر ډېر ژر لیکنې پیل کړې او لومړی اثر یې په ۱۵ کلنۍ کې د جوهانسبرګ په مجله کې خپور شو.

د ګوردیمر کورنۍ وايي، هغې ته تر هر بل څه "سوېلي افریقا، خلک یې، کلتور یې او هغه ستونزې ښې اېسېدې، چې د دیموکراسۍ پر اهمیت ټینګار کوي".

هغه د افریقا د ملي شورا یوه مشهوره غړې هم وه، چې د نېلسن منډېلا د خلاصون لپاره یې کلونه کلونه هڅې کړې وې، چې بیا وروسته دواړه نژدې ملګري شول.

د هغې وروستی اثر "د اوس په شان هېڅ وخت نه" په ۲۰۱۲ کال خپور شو، چې د نژاد پالنې پرضد و.

Image caption د ګوردیمر وروستی اثر "د اوس په شان هېڅ وخت نه" په ۲۰۱۲ کال خپور شو، چې د نژاد پالنې پرضد و.
د انځور حقوق Getty
Image caption ګوردیمر په ۱۹۹۱ کال د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.