اسراییلو د اوربند لپاره د مصر وړاندیز منلی

اسراییلو د مصر هغه وړاندیز منلی، چې پر غزه به نور هوايي بریدونه نه کوي. د دغه وړاندیز له مخې به سخت دریځي پر اسراییلو د توغندیو بریدونه بندوي.

خو د حماس وسله والې ځانګې دغه د ( ماتې منلو ) په معانا بللی. حماس ویلي، چې له اوربنده مخکې باید یوه بښپړه هوکړه رامنځته شي. مصر غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ د پولې یوه بله غاړه د بریدونو بندولو لپاره د اور بند وړاندیز کړی و. وړاندیز کې ویل شوي وو، چې باید د سې شنبې له سهاره اوربند پلي شي، له هغه وروسته قاهره کې یوه غونډه وشوه، چې پکې د دواړو لوریو لوړ پوړیو پلاویو برخه درلوده.

د اسراییلو امنیت شورا د مصر دغه وړاندیز منلی دی. بل لور ته غزه کې حماس د اوربند هڅې تایید کړې دي. خو د حماس یوه غړي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې لومړی باید سیاسي هوکړه وشي، چې له هغه وروسته به اوربند پلي کېدل ممکن شي.

د حماس یوه ویاند فوذي برهوم وايي، هوکړې ته له رسېدو مخکې اوربند رد کېږي، د جګړې پر مهال لومړی اوربند او بیا خبرې نه کېږي.

د اور بند غوښتنه قاهره کې د عرب لیک له یوې بېړنۍ غونډې وروسته مخې ته راغله. فلسطیني چارواکي وايي، له تېرې سې شنبې راهیسې، چې پر غزه اسراییلو بریدونه پیل کړي، ۱۷۵ کسان وژل شوي دي.

بل لور ته اسراییل وايي، له غزې نه پر اسراییلو نژدې ۱۰۰۰ توغندي توغول شوي دي.

زرګونه کسان له غزې نه کډوال شوي دي او اسراییلو پولي ته څېرمه زرګونه پوځيان ځای پر ځای کړي دي او داسې ګنګوسې هم شته، چې ګواکې اسراییل ځمکنی برید کوي. غزه کې د حماس مشر اسماعیل هنیه پر الجزیره ټلویزیون د خبرو پر مهال وویل، چې حماس نه یوازې دا چې د جګړې پای ته رسېدل غواړي، بلکې د غزې کلابندی ختمېدل هم غواړي، چې له کبله یې غزه کې د ژوند چارې په ټپیه ولاړې دي.

اسراییلو له هغه وروسته غزه کلاند کړه، چې د اسراییلو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري ترهګر سازمان بلل شوي حماس په غزه کې واک تر لاسه کړ.

اسراییل غوښتنه کوي، چې باید له غزې نه پر ښارونو بریدونه ودرول شي. د مصر دولتي رسنیو ویلي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري به هم د سې شنبې په ورځ قاهرې ته لاړ شي، چې یوې هوکړې ته رسېدو لړ کې مرسته وشي، خو امریکايي چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې. د منځني ختیځ لپاره د ملګرو ملتونو استازي ټوني بلیز د دغه وړاندیز هرکلی کړی.

ورته مطالب