د حکومت له اجازې پرته سوریې ته د مرستو رسولو لړۍ

سوري کډوال د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې هدف دا دی چې سخت ځپل شویو سوري بې ځایه شویو ته اړینې مرستې ورسېږي.

د ملګروملتو د امنیت شورا یو نوی پرېکړه لیک تصویب کړی چې تر مخې یې بشري مرستې کېدی شي د اسد د رژيم موافقې ته له اړتیا پرته سوريې ته ور ولېږدول شي.

دا پرېکړه لیک د ملګرو ملتو کتارونو ته اجازه ورکوي چې له څلورو سرحدي لارو څخه سوریې ته ورننوځي. هدف دا دی چې د سوریې هغو برخو ته د بشري مرستو له رسولو سره مرسته وشي چې ورتګ ګران دی.

لویدیځوالو هېوادو غوښتل چې دا پرېکړه لیک تر دې ډېر قوي وی، خو د روسیې او چین له خو د ویتو د ګواښ له امله داسې ونه شول.

د بي بي سي نېک براینت له ملګرو ملتو څخه په خپل رالېږلي ریپوټ کې وايي، تر دې دمه د هغو بشري مرستو چې د ملګرو ملتو له خوا په سوریه کې ویشل شوي دي په سلو کې ۹۰ برخه د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ورغلې ده.

اوس د دغه نوي پرېکړه لیک اساسي هدف دا دی چې د مخالفینو د ولکې سیمو ته هم ژوند ژغورنکې مرستې ور ورسول شي.

پرېکړه لیک اجازه ورکوي چې دارو درمل او خوراکي توکي له څلور سرحدي بندرونو څخه سوریې ته دننه ور ولېږدول شي، پرته له دې چې د بشارالاسد د رژیم اجازه واخیستل شي.

له دې سره به هغوو یو عشاریه درې ملیونه کسانو ته مرستې ور ورسيږي چې د ملګرو ملتو په وینا یې تر دې دمه هېڅ لاس نیوی نه دی شوی.

پرېکړه لیک د رایو په اتفاق تصویب شو، خو د دې لپاره چې د روسیې او چین ملاتړ هم ورته تر لاسه شي، ژبه او شرایط یې نرم کړل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا مهال تقریباً د ملګرو ملتونو ټولې مرستې د سوري حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته رسېدلې.

د پرېکړه لیک وړاندې کوونکو په اصل کې د سوریې له پولو ورهاخو یو مخیز لاسرسی غوښته، او دا چې له پرېکړه لیک سره دې دا ګواښ هم مل وي چې که د سوريې حکومت سرغړونه وکړي، بندیزونه به پرې ولګول شي.

مخکې د بشري مرستو په اړه یو بل پرېکړه لیک چې په فبرورۍ کې د ملګرو ملتو امنیت شورا تصویب کړ، د اسد رژیم له خوا هېڅ په پام کې ونه نیول شو، او دا روښانه نه ده چې دا نوی پرېکړه لیک به څومره په عمل کې پلی شي.

د بېلګې په توګه دا پوښتنه رامنځته کېږي چې کله د مرستو کتارونه له پولې څخه سوریې ته ورواوړي، څوک به یې ساتنه کوي، په تېر بیا چې دمشق ګواښنه کړې چې د مرستو دغه ډول رسولو ته به د یوه برید په سترګه وګوري، ځکه د هېواد پر واکمنۍ یې تیری بولي.

ورته مطالب