کوپن هاګن د نړۍ د بایسکلونو مرکز

Image caption دا د نړۍ په کچه لومړی ښار دی چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د کرايې بایسکلونو دود پیل کړ

کوپن هاګن د نړۍ د بایسکلونو مرکز بلل کیږي. دا هغه ښار دې چې د وګړو د شمیر په اندازه بایسکلونه لري.

دا د نړۍ په کچه لومړی ښار دی چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې د کرايې بایسکلونو دود پیل کړ.

د بایسکلونو د تولید په برخه کې د کوپن هاګن ښار د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په دې وروستیو کې په دغه ښار کې برقي او پر کمپیوټري سیستم ولاړ کرايي بایسکلونه بازار ته وړاندې شوې دي.

خلک کولی شي د دغو بایسکلونو کرایه د ګرځنده ټیلیفون له لارې پرې کړي.

د دغه بایسکلونو کمپیوټري سیستم له چلونکو سره مرسته کوي چې د بایسکل سرعت کنترول کړي او تر څنګ یې د نا بلدۍ په صورت کې لاره او ادرسونه هم پیدا کړي.

د بایسکلونو کمپیوټري سیستم دا هم ښیي چې چلونکي یې کله او چېرته تللي او بایسکل څومره چارج له لاسه ورکړی.

سره له دې چې دغه بایسکلونه برقي دي خو چلونکي یې د چلولو پر وخت ځان ارامه او خوندي احساسوي.

د دغه بایسکلونو تولیدونکي وايي چې دوی په پرله پسې ډول هڅه کوي چې د بایسکلونو سیستم کې مثبت بدلونونه راولي.

د بیلګې په ډول، دوی د بایسکل چلونکو سرعت او چټکتیا څاري تر څو د ترافیکي اشارو د تنظیم چاره په ښه ډول پر مخ یوسي.

په تیرو دوو میاشتو کې د دغه بایسکلونو ۲۵۰ یې بازار ته وړاندې شوي خو تمه ده چې په نژدې راتلونکي کې به دغه شمیر زرګونو ته لوړ شي او کیدای شي چې هغه وخت د نړۍ نور ښارونه هم د کوپن هاګن په څیر کمپیوټري کرايي بایسکلونو دود پیل کړي.

ورته مطالب