'بریکس' هېوادونه په ګډه پرمختايي بانک جوړوي

د انځور حقوق MEA INDIA
Image caption د دې بانک کار به له ۵۰ میلیارد ډالرو څخه پیلېږي

د 'بریکس' په نامه پنځو غړو پیاوړو هېوادونو (برازیل، روسیې، هند، چین، او سوېلي افریقا) یو پریکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به یې پر ۱۰۰ میلیارد ډالرو یو نوی پراختیايي بانک او یوه بېړنۍ زېرمه جوړېږي.

د دې بانک پانګه به پنځه هیوادونه په پنځو مساوي برخو سره چمتو کوي.

د یاد شوي بانک ‎مرکز به د چین په شانګهای کې وي او لومړنی مشر به یې هندی وي.

د برازیل ولسمشرې دیلما روسف د دې بانک جوړول د بریکس په یوه غونډه کې اعلان کړل.

د دې بانک کار به له ۵۰ میلیارد ډالرو څخه پیلېږي.

د بانک د بیړنیو مرستو زیرمه به ۱۰۰ میلیارد ډالر‎ بودیجه ولري.

د بریکس بانک جوړول د نړیوال بانک او سیمه ییزو وجهي صندوقونو د سیالیو لامل کېدای شي.

د بریکس غړو هېوادونو له نړیوال بانک او د پيسو پر نړیوال صندوق له دې کبله نیوکه کړې ده، چې ګني د پراختیا په برخه کې یې په کافي اندازه هېوادونو ته خپل حقونه نه دي ورکړي.

د دغه تازه جوړېدونکي بانک له اهدافو نه یو دا هم دی، چې د مخ پر ودې هېوادونو د بنسټیزو پروژو لپاره د پور ورکولو زمینه برابره کړي.

ورته مطالب