بوسنیا کې د جګړې ۱۰۰ کلن یادونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بوسنیایان د لومړۍ نړیوالې جګړې په ګډون له جګړو ترخې خاطرې لري.

د سراییو په مرکز ملیاسکا کې د یوه نهر پر سر پر یوه پله، پر یوه ټوکر لیکل شوي چې: د سربرېنيڅا یاد، مه هېروئ مه یې بښئ.

د ښاروالۍ د مرمرو پر هغه دړه، چې د لومړنۍ جګړې د سلو کلونو د تېرېدو په مناسبت یې جوړه کړې، لیکل شوي: په دې ځای کې، د ۱۹۹۲ اګست- "سربيايي مجرمینو" ملي کتابتون وسوځاوه، چې میلیونونه کتابونه او وثیقې پکې وې، په یاد یې ولرئ او نورو ته خبرداری ورکړئ.

نن سبا په بوسنیا کې چې هرځای سړی ګرځي، ارومرو به د جګړې پر یوه پاتې شوني یې سترګې لګېږي، د لومړۍ نړیوالې جګړې سل کاله پوره کېږي، په سراییو کې سخت دریځو سربانو زرګونه مسلمانان وروسته له هغه تر تېغ تېر کړل، چې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته یې پناه یووړه، څلور کاله سراییو کلابنده وه.

بوسنیا ته د اتریشي شهزاده سفر او د وژنې تاریخي پېښه

د سربیا یو ځوان کافریلو پرنسیپ، چې په لاس یې فرانز فرناندز او د هغه مېرمن بارونا صوفیا د ۱۹۱۴ کال د جولای پر ۲۸ ووژل شول، لاهم د سربانو په سترګو کې د یوه ملي اتل په بڼه ښکاري، خو مسلمانان او کرواتیان یې بیا اتل نه بولي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سراییو په وروستیو کلونو کې د اروپا تر ټولو غوره د سیل ځای ګرځېدلی

کله چې سړی بوسنیا او هریزوګوینا ته ورشي، ښکاري لکه تاریخ چې شاته تللی او بیا تکرار شوی وي، د ډایټن هغه پرېکړې، چې په ۱۹۹۵ کال یې جګړه پای ته ورسوله، یو ناشنا حکومت رامنځ ته کړ، چې درې خواوې پرې واکمنې وې، فډرالي حکومت، کیانین - د بوسنیا او هریزوګوینا او د سربسکا جمهوریت. خو په لومړي حکومت لس کانتونات شامل وو.

سربانو او کرواتیانو به له هغو محفلونو ځانونه لیرې ساتل، چې د اروپايي اتحادیې له خوا د جګړې د یاد په تړاو جوړېدل، خو بوشناق مسلمانانو بیا خوښول.

که څه هم هغه ځواب پرینسپ له ما سره نه و – چې د اتریش د پلاز د وارث پر سینه یې مرمۍ وویشتلې – خو د اتریش -هنګري او عثماني امپراتوریو د ختمولو لپاره یې هم خپل کارتوس وکارول، همدا وه چې د دغو امپراتوریو تر قلمرو لاندې سیمې یوه نوي استعمار ته لاره پرانیسته، د دولتونو او د بلقان او منځني ختيځ نقشې بدلې شوې.

د وژنو او ویجاړیو شواهد

په پخواني یوګوسلاویا کې د توکم او ژبې پر محور راغونډ شوي هغه رنګونه او کرښې له منځه ولاړل، چې تر ډېره پکې دیني صبغه واکمنه وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په سراییو کې 'عثماني لار' د سیلانیانو تر ټولو مشهوره سیمه ده

د سراییو او سربرینتڅا تر منځ واټن ایله ۲۳۰ کیلومتره دی، د سراییفو له اوبو په تېرېدو سره، د سربسکا جمهوریت پیلېږي، چې جنډه یې د روسیې له بیرغ سره ورته والی لري، توري یې هم روسي ژبې ته ورته دي.

په بوسنیا کې د کورنۍ جګړې اصلي لامل له یوې خاورې د یوه توکم پای پاک له منځه وړل او د بل توکم بشپړه لاسبري وه.

خو جګړې هم د بوسنیا ښکلې زرغونه منظره خرابه کړه، هم یې کورونه ویجاړ کړل، کلي یې کنډوالې کړل، او د مسلمانانو په سیمو کې یې اقتصادي وده او د ودانیو جوړولو صفر ته راښکته کړل.

تر کورنۍ جګړې مخکې، په بوسنیا کې د وګړو شمېر نژدې پنځه میلیون و، خو اوس، تر څو کلنې سولې وروسته یې شمېر ایله درې نیم میلیون پاتې شوی.

د کونیاویتچ بولیا په هغه کلي کې دمې ته تم شوو، چې له سربرینتسا نه ایله نیم ساعت واټن لري، د لارې پر سر یوه هوټل ته وروګرځېدو، هوټلي راغږ کړ، څه شی څښئ؟ زما ملګري یاسمین پرې غږ کړ، زه بوسنیایی یم، مسلمان یم.

له هغه مې د دا ډول دښمنانه غبرګون سبب وپوښت؟ یاسمین وايي، مور یې له دې کلي تللې او د سربرینتڅا په قربانیانو کې دده د تره زامن هم شامل دي، مخامخ یوې کلیسا ته یې اشاره وکړه "ایا پوهېږې، دا کلیسا دلته نه وه، دا د یوې مسلمانې ښځې کور و سربیانو ترې ونیو او کلیسا یې پرې جوړه کړه، ښځه فدرالي او اروپايي محکمې ته هم ولاړه، محکمې د هغې د کور د ستنولو په ملاتړ پرېکړه وکړه".

سربرینتڅا "د زمانې جرم "

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له دې ځایه پرنسیپ د اتریش پر شهزاده ډزې وکړې او هغه ودانۍ چې دی یې مخې ته راولوېد، د لومړۍ نړیوالې جګړې موزیم شو

د جولای پر یوولسمه، زرګونه مسلمانان بوتچیري کلي ته د هغې ټولوژنې د یاد په خاطر راغلل، چې په ۱۹۹۵ کال کې شوې وه او نژدې اته زره مسلمانان پکې ووژل شول.

هلته پر زرګونو قبرونو سپینې شناختې ولاړې دي، او په ژورو تورو پرې د قربانیانو نومونه لیکل شوي، کله یې چې سړی لولي، ښکاي، چې پوره کورنۍ له منځه تللې دي.

د هدیرې په بل لوري کې، د ټولوژنې په اړه یو موزیم دی.

په بوتچیري کې د هالنډي سوله ساتو ځواکونو یوه اډه وه، چې لا یې هم پاتې شوني ښکاري، شاوخوا سیمه خوندي سیمه ګڼل کېده.

د سربرېنيڅا زرګونه اوسېدونکو وروسته تر هغه کډې بار کړې، چې سربي ملېشو یې ښار ونیو، هرځای تیت پرک شول، په تېره بیا د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پرمهال د بیټریو جوړولو یوې کارخانې ته یې پناه یووړه، خو سربي وسله والو هلته هم پرې نه ښودل، هالنډي ځواکونه پر خپل ځان ووېرېدل، مسلمانان یې سربانو ته پرېښودل او دوی وتښتېدل.

ایرما سابیتڅ ځوانه ډاکټره ده، د ټولوژنې په کال یې عمر درې کاله و، که څه هم د سربرینتڅا په پېښه کې د هغې کوم خپلوان نه دی وژل شوی، خو وايي چې هرکال دلته د دغې خونړۍ پېښې د یاد لپاره له خپلو ملګرو سره راځي "باید سربرینتڅا ژوندۍ وساتل شي، ټول یې یاد کړي، او د مجرمینو کړنې وریادې شي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کونیاویچ کلیسا د سربرنیتڅا پر لاره یوه لانجمه نښه ده

سږ کال د دغې خونړۍ پېښې د دفن په مراسمو کې د ۱۲۴ هغو کسانو پاتې شوني خښ شول، چې تر وژنې ۱۹ کلونه وروسته وپېژندل شول.

د یاد څلي ته څېرمه د جمعې لمونځ کېږي، د جنازې لمنځونه کېږي، چې شاوخوا یې د سربیسکا جمهوریت او فدرالي ادارې سلګونه پولیس خواره واره وي.

په لارو کې د موټرو او زیارت کوونکو ځای نه کېږي، خو په پای کې سراییو ته ورسېدو، هغه سیمه چې د نړۍ له هر ګوټ نه سیلانیان او سوداګر ورځي او "د اروپا زړه" او کلتوري پلازمېنه ګڼل کېږي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ورته مطالب