اوباما: ماليزيايۍ الوتکه په توغندي لګېدلې

د انځور حقوق
Image caption په دغه الوتکه کې نژدې ۳۰۰ کسه سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي د شته شواهدو پر بنسټ د ماليزيا الوتکه د اوکراين د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سيمې نه په توغوندي لګېدلې ده.

د ماليزيا دغه الوتکه د پنجشنبې پر ورځ د هالنډ له امسټردام نه کوالالمپور ته روانه وه، چې له روسيې سره نژدې د اوکراين په خاوره کې ولوېده.

په دغه الوتکه کې د عملې په ګډون ۲۹۸ کسه سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.

د وروستيو شمېرو له مخې په دغه لوېدلې الوتکه کې ۱۸۹ کسه د هالنډ، ۴۴ کسه د مالېزيا، ۲۷ د استراليا، ۱۲ د اندونيزيا، ۱۰ کسه د برتانيا، ۴ د جرمني، ۴ د بلجيم، ۳ کسه د فليپين، يو امريکايی، يو د نوي زيلاند او يو د کاناډا اوسېدونکي شامل دي.

تر اوسه د دوو وژل شويو مسافرو هوويت نه دی مشخص شوی.

د قربانيانو د راټولولو او د پېښې د پلټنې سره جوخت د اوکراين له ختيځ نه داسې راپورونه هم ورکول شوي چې په بشپړ ډول څارونکو ته د پلټنې اجازه نه ورکول کېږي.

د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان کې د سويس سفير توماس ګرمينګر وايي دی او ۲۰ نور نړیوال څارونکي چې اوکراين ته ورغلي دي، نه دي توانېدلي هغه پلټنې وکړي، چې دوی يې غواړي.

څارونکي وايي په هغه سيمه کې چې الوتکه رالوېدلې ټوټې يې خورې ورې پرتې دي او د پلټنې چارې يې سختې کړې دي.

د بي بي سي خبريال دانيل سندفورد چې د پېښې ځای ته ورغلی د سترګو ليدلی حال وايي:

''په هوا کې د جسدونو بوی دی. په هره خوا کې د مساپرو د جسد غړي او د الوتکې ټوټې پرتې دي. د سيلانيانو لپاره معلوماتي مجلې چې پرې ليکل شوي 'زه د امسټردام عاشق يم' هرې خوا ته پرتې دي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هالنډ په يو شمېر ښارونو کې ملي بيرغ نيم ځوړند دی او خلک د خواخوږۍ په موخه د ګلو ګېډۍ ږدي

په دغه الوتکه کې د هالنډ د ۱۸۹ کسانو د وژل کېدو له امله د هالند په امسټردام او نورو ښارونو کې بيرغ نيم ځوړند شوی او خلک يې په وير کې دي.

د اوکراين په پلازمېنه کيف او د ماليزيا په پلازمېنه کوالالمپور کې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ په موخه خلک د ګلونو ګېډۍ د هالنډ سفارت د ديوال څنګ ته ږدي.

د ولسمشر اوباما له وينا سره هممهاله د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې د امريکا او وروسيې استازي يو د بل په مقابل کې ودرېدل.

د امريکا سفيرې سمنتا پاور د امنيت شورا په بېړنۍ غونډه کې وويل، روسيه کولای شي د اوکراین کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

خو د روسيې سفير ويتالي چورکېن د اوکراين مرکزي حکومت ګرم کړ، چې ګواکې جګړه يې د اوکراين سويل او ختيځ ته بېولې ده.

ورته مطالب