ایران سني امام 'ممنوع الخروج'اعلان کړی

مولوي عبدالحمید اسماعیل‌ زهي د انځور حقوق Abdolhamid.net
Image caption مولوي عبدالحمید د زاهدانو د اهل سنت د جمعې ملا امام دی.

د ایران امنیتي ادارې د زهدانو ښار د اهل سنت د جمعې د لمانځه پر ملا امام مولوي عبدالحمید اسمعیل زهي بهر ته د سفر کولو بندیز لګولی.

نوموړي غوښتل چې ترکیې ته سفر وکړي، خو د ایران امنیتي ادارې یې د سفر مخه نیولې ده.

ښاغلی اسمعیل زهي پرون غوښتل، په ترکیه کې جوړېدونکي اسلامي کنفرانس کې ګډ،ن وکړي.

وړاندې هم ایران ددغه سني عالم د بهرني سفر مخه نیولې وه.

د ایران بلوچستان د استخباراتي مرکز مشر عبدالستار دو شوکي بي بي سي فارسي برخې ته ویلي، اسمعیل زهي ته د سفر نه کولو خبر د قومونو او لږکیو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي مرستیال علي یونسي له خوا رسول شوی دی.

د بلوڅو فعالانو د کمپاین په نامه یوې وېبپاڼې ویلي، چې مولانا عبدالحمید له ښاغلي یونسي غوښتي، چې د هغه د سفر بندیز لیرې کړي.

خو یونسي ورته ویلي، چې استخبارات یې د ترکیې په اسلامي کنفرانس کې له ګډون سره مخالفت کوي، که چېرې هوايي ډګر ته ولاړ شي، بېرته به یې راوګرځوي، او پاسپورت به یې هم ترې واخیستل شي.

په ترکیه کې د 'منځلاريتوب او سالم عقل لپاره سوله' د هغه کنفرانس سرلیک دی، چې د اسلامي نړۍ علماء ورغوښتل شوي دي.

په دې کنفرانس کې د عراق، مصر، سوریې، عربستان او ایران په څېر له اسلامي هېوادونو علماء ورغوښتل شوي، چې د تاوتریخوالي نه کولو په برخه کې پخپلو هېوادونو کې کمپاین وکړي.

کنفرانس د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ترکیې استانبول کې پیل شوی.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اروغان د کنفرانس پرانیستونکې وینا کې د نړۍ پر مسلمانانو نیوکه وکړه چې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې د زړه له تله هلې ځلې نه کوي.

هغه پر مسلمانانو غږ وکړ، چې په سوریه، فلسطین او عراق کې د مسلمانانو له حقونو د دفاع کولو لپاره راپورته شي او له اختلافونو لاس واخلي.

ښاغلي اردوغان دا هم وویل، پر لوېدیځ نیوکه کول اسانه دي، خو ټولو هېر کړي چې اسلامي نړۍ په سیمه کې د مسلمانانو د وژل کېدو پروړاندې ټول چوپه خوله پاتې دي.