تر بښنې وروسته لاهم سوري فعالان بندیان دي

د انځور حقوق AFP
Image caption سوري بشري فعالان وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره سوري فعالان د حکومت په ''ناوړه توقیف ځایونو'' کې بندیان دي.

د مدني حقونو ۱۲ ډلو ویلي، زیاتره هغه سوري فعالان په بند کې ساتل شوي، چې تېره میاشت یې د بښنې په اړه فرمان صادر شوی و.

دغو ډلو پخپله یوه ګډه ویناپاڼه کې د دغو فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

همداشان، دوی د فعالانو توقیف ځایونو ته د خپلواکو څارونکو د ورتلو د اجازې ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

''ناوړه توقیف ځایونه''

سوري بشري فعالان وايي، د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره سوري فعالان د حکومت په ''ناوړه توقیف ځایونو'' کې بندیان دي.

د بښنې د نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د دغو ډلو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي ''که چېرې دغه فعالان خوشي نه شي، معنا یې دا ده چې د بښنې تېر فرمان هسې بابیزه خبره ده''.

په اعلامیه کې راغلي، د ځینو بندیانو د خوشي کېدو او بښنې فرمان آن په ۲۰۱۱ کال کې صادر شوی و، خو تېره میاشت د هغو وینا د ازادۍ غوښتونکو فعالانو د خوشي کولو په حق کې هم د بښنې اعلان وشو.

د شکنجې ادعاوې

Image caption د جنګي جرمونو د درو نورو مخکنیو وکیلانو په یوه راپور کې راغلي وو، په سوري زندانونو کې په پلان شوي ډول بندیان شکنجه کېږي، او ۱۱۰۰۰ بندیان اعدام شوي هم دي.

د فعالانو د بښنې اعلان سم لاسي د بشارالاسد په پلوۍ تر هغو ټاکنو وروسته وشو، چې مخالفان یې له درغلیو ډکې بولي.

بشارالاسد او حکومت یې یوازې په هغو سیمو کې ټاکنې وکړې، چې د حکومت تر ولکې لاندې دي.

یوه وکیل ویلي، حکومت نژدې ۱۳۰۰ هغه کسان خوشي کړي، چې جنايي جرمونه یې کړي وو، خو د فعالانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته د داسې بدلون راوستلو لپاره استول شوې، چې د بښنې په فرمان کې رانه شي.

د جنګي جرمونو د درو نورو مخکنیو وکیلانو په یوه راپور کې راغلي وو، په سوري زندانونو کې په پلان شوي ډول بندیان شکنجه کېږي، او ۱۱۰۰۰ بندیان اعدام شوي هم دي.

ورته مطالب