اسراییلو پر دوه ساعته اوربند موافقه وکړه

د انځور حقوق AP
Image caption د دې دوه ساعته اوربند موخه داده، چې امبولانسونه سيمې ته ورسېږي او مړي او ټپیان ولېږدوي.

مخکې له دې چې اسراييل پر بشري بنسټونو پر دوه ساعته اوربند موافقه وکړي توپونو يې په پرله پسي توگه د غزې پر ښار ډزې کولې.

درنو بمباريو د ښار ختيځ د شجاعيه کلي کې په لسگونه کسان ووژل.

عيني شاهدان وايي مړي خواره واوره پر واټونو پراته دي.

د امبولانس يو چلوونکى خميس شعيت، چې د کورنۍ څلور غړي يې وژل شوي وايي يوه هوايي بمبارد يې د ورور کور په نښه کړ .

"زه روان وم . ورور مې راته زنگ وواهه او ويې ويل خوندې مې کړه، هغوى پرموږ بريد وکړ . ما ترې پوښتنه وکړه څومره کسان ژوبل دي چې پوه شم څو امبولانسونو ته اړتياده. خو ټېلېفون پرې شو . زه له يوبل امبولانس سره لاړم، داسې ځاى ته چېرې چې ځیني کسان شهيدان شوي او يو شمېر ژوبل شوي وو .دا ډېره گرانه ده هغه څه انځور کړم، چې ما هلته ولېدل."

د حماس يوه وياند سميع ابو زهري وويل اسراييل جنگي جرمونه ترسره کوي.

" موږ نيواکگر اسراييل تورنوو، چې غزي شمال ختيځ شجاعيه په کلي کې يې د خلکو عام وژنه کړې ده. نيواکگرو جنگي جرم ترسره کړى. ډېرى ژوبل شوي ماشومان، ميرمنې او سپين ږېري دي. دوى هغه کورونه ونړول،چې لاهم خلک په کې وو. په لسگونه شهيدان او سلگونه ټپيان لاهم سيمه کې دي او دا ځکه چې امبولانسونه نه شي کولاى چې سيمې ته ورسېږي."

د دې دوه ساعته اوربند موخه داده، چې امبولانسونه سيمې ته ورسېږي او مړي او ټپیان ولېږدوي.

ښار کې ويره خوره ده او ځیني پلي او ځيني هم په موټرو کې له سيمې تښتي.

اسراييلي ډزو کې ژوبل شوي په لسگونه کسان غزه کې شفا روغتون ته لېږدول شوي دي.

اسراييل وايي د حماس پر ضد خپلو ځمکنيو عملياتو ته پراختيا ورکوي.

د اسراييلي پوځ په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې اضافي ځواکونه بلل شوي، چې د ترهگرۍ ضد له هڅو سره يوځاى شي.

اسراييلي ځواکونو له هغه راهيسې چې پر غزې يرغل پيل کړی پر دغې سيمې له هوا، ځمکې او سمندر نه خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

د غزې ښار ختيځو سيمو کې د قربانيانو جسدونه پر واټونو پراته دي او زرګونه کسان د سخت بمبار له امله له خپلو کورونو په تېښته دي.

په ټوله کې له هغه راهيسې چې پر غزې يرغل پيل شوی له ۳۵۰ زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

د اسراييلو په خوا کې تر اوسه د دوو ملکيانو په ګډون د اوو اسراييليانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی دی.

ورته مطالب