د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو موخه څه ده؟

Image caption ویل کېږي چې فلسطیني جنګیالي ډېرې پټې زېربناوې او په پرتلیز ډول پرمختللي ټانک ضد توغندي لري.

که په غزې تړانګه کې د اسراییلو د ځمکنیو عملیاتو کچه او اوږدوالی هر څومره وي په اړه یې یو شمېر ټکي وار له مخه روښانه دي.

د دغو عملیاتو پایله به د حماس د رژیم ړنګول او یا د اسراییلي پوځ له خوا د غزې بیا نیواک نه وي.

دغه ځمکنۍ جګړه به د مصر په څېر د یوه بیروني لوبغاړي په منځګړیتوب پای ته ورسي او حالت به لږ تر لږه د بل دا ډول تاوتریخوالي دمخه بېرته د وروستۍ شخړې له پیلېدو مخکې وخت ته ور وګرځي.

په لومړي سر کې، د ځمکني یرغل د پیلولو پرېکړه ښايي په پرتلیز ډول محدودې موخې ولري.

د بېلګې په توګه، له دې به بنسټیز هدف د هغو تونلونو او پټنځایونو له منځه وړل وي، چې د حماس او نورو ډلو له خوا جوړ شوي او پلان لري چې اسراییلو ته یې په وسلو باندې د ښو سمبالو جنګیالیو د استولو لپاره وکاروي.

یو دغه ډول عملیاتي پلان شنډ کړای شو.

غزې په ختیځ کې شاوخوا ۱۳ فلسطیني جنګیالي د کیرم شالوم او الکیبوڅ صوفا سیمو په منځ کې له یوه تونله راووتل.

اسراییلي ځواکونو دغه پېښه په چټکۍ کشف کړه او یادو وسله والو ته یې د مرګ ژوبلې په اړولو هغوی اړ کړل چې بېرته تونل ته ورننوځي.

د تونلونو او یا هم اسراییلي ساحل ته د سمندر له لارې د ورننوتو هڅې په دغه کړکېچ کې د فلسطیني جنګیالیو لخوا په پرتلیز ډول نوی تکتیک ګڼل کېږي.

د اسرایلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ځمکنیو عملیاتو د اعلان پر مهال د دغو تونلونو څرګنده یادونه وکړه.

که دا ټکی د دغو عملیاتو د پیلولو بنسټیز لامل وي نو د اسرایلو ځمکني تېری به د غزې تړانګې تر بریدونو محدود پاتې شي، چې ښايي سمندري بریدونه هم ورسره مله وي.

خو د ځمکنیو عملیاتو پیلول ستر ګواښونه هم لري.

له دې کبله د اسراییلو خپل ځواکونه هم له ځاني زیانونو سره مخامخېدای شي.

فلسطیني جنګیالي ډېرې پټې زېربناوې او په پرتلیز ډول پرمختللي ټانک ضد توغندي لري.

دوی به اسراییلي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو او د دوی د پوځیانو د نیولو هڅه وکړي، چې وروسته یې د معاملې د یوې وسیلې په توګه وکاروي.

خو بیا هم د ځمکنیو عملیاتو پر پیلېدو به تر ټولو ډېر زیان ولسي وګړو ته واوړي.

دغه ټکی به د دې لامل شي چې دغو عملیاتو ته یو مهالوېش وټاکل شي، ځکه د مرګ ژوبلې په رامنځته کېدو به نړیوالې اندېښنې نورې هم ډېرې شي او پر اسراییلو به فشارونه واچول شي، چې ژر تر ژره خپل عمیات ودروي.

که څه هم اسراییل د حماس د پوځي زېربناو د کمولو خبرې کوي خو اسراییلی پوځ به ګڼ مېشتو سیمو ته له ورننوتو ډډه وکړي.

که تېرو تجربو ته وکتل شي، اسراییل ښايي هڅه وکړي چې لویې سړکونه بند کړي او د غزې تړانګه په داسې زونونو ووېشي چې په چوکاټ کې به یې د دوی پوځیان فعالیت کوي.

خو د دغو عملیاتو بنسټیزه موخه پر حماس او نورو فلسطیني ډلو فشار راوړل دي چې اوربند ومني.

اسراییلي پوځي شنونکي پر دې باور دي، چې حماس پر شا تمبول شوی دی.

د دوی په باور د دغې ډلې هغه هڅې تر ډېره ناکامې شوې، چې له مخې یې دوی کوښښ کاوه چې اسراییلي ښارونو باندې د اوږده واټن توغندیو د توغولو او اسراییلو ته د جنګیالیو د ورننویستو له لارې جګړه دغه هېواد ته ور وغځوي.

که لامل یې هر څه وي، خو د روانې شخړې د ختمولو لپاره پر هېڅ معاملي هوکړه نه ده شوې او په دغو لاملونو کې د عربي هېوادونو او فلسطیني سیاستوالو خپلمنځي تګلارې او سیاستونه مهم فکتورونه دي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده، دا چې د سولې لپاره د پراخو هڅو درک نشته، د اسراییلو د روانو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته به هم د تاوتریخوالي د بلې څپې د راپورته کېدو وېرې تل موجودې وي.

ورته مطالب