د مالیزیايي الوتکې د ۱۹۶ سپرلیو مړي موندل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د اوکرایین د امنیت شورا ویاند انډری لیشینکو ویلي یاغیان خپل ټول وس کوي چې د الوتکې د نسکورولو لپاره د روسي توغندي د کاریدو په اړه شواهد له مینځه یوسي.

په اوکرایین کې د بیړنیو چارو کارکوونکي وايي چې دوی په هغه ځای کې چې د مالیزیا هوايي شرکت الوتکه په کې لوېدلې د ۱۹۶ کسانو مړي موندلي دي.

ډېری جسدونه د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه توریز کې په یخچالونو کې ایښودل شوي خو دا روښانه نه ده چې دغو یخچالونو ته څوک لاسرسی لري.

رپوټونه وايي هغه مهال چې الوتکه په توغندي ویشتل شوه ۲۹۸ کسان په کې سپاره وو.

ګومان کېږي چې د الوتکې ټولې سپرلۍ وژل شوي شوي دي.

لویدیځو هېوادونو د الوتکې د لویدلو په سیمه کې پر روسي پلوو یاغیانو نیوکه کړې چې سیمه ته یې پر لاسرسي محدویت لګولی دی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال فیرګال کیني وايي دغلته د بلوا ضد پخوانیو پولیسو په خپل پراخ حضور د تېرو دوو ورځو کډوډیو مخه ونیوله او اوس یې له سیمې نه یوه کړۍ تاوړه کړې ده.

د اوکرایین حکومت او یاغیانو یو بل تورن کړي چې دغه مالیزیي الوتکه یې نسکوره کړې.

د مالیزیا د هوايي شرکت دغه ۷۷۷ ډوله بوینګ الوتکه له امسټردام نه کولالمپور ته روانه وه.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ګڼ رپوټونه دي چې د الوتکې د غورځېدو له ځایه مړي او د الوتکې ټوټې لری کړای شوي چې ورسره احتمالي شواهد هم له مینځه تللي دي.

د اوکرایین د امنیت شورا ویاند انډری لیشینکو ویلي روسي پلوو یاغیانو نه دي ویلي چې مړي او د الوتکې ټوټې چیرته وړي.

نوموړی وايي یاغیان خپل ټول وس کوي چې د الوتکې د نسکورولو لپاره د روسي توغندي د کاریدو په اړه شواهد له مینځه یوسي.

په نسکورې شوې الوتکې کې د هالنډ، مالیزیا، استرالیا، اندونیزیا، برتانیا، جرمني، بلجیم، فیلپین، کاناډا او نیوزیلنډ اتباع وژل شوي دي.

ورته مطالب