کار کونکي د کار په وخت کې د خوب کولو اجازه لري

د انځور حقوق ThinkStock
Image caption په راتلونکي کال کې به په لوړ لکښت سره مناسب ځایونه د خوب لپاره جوړ شي

د جنوبي کوریا کوریا ټایمزورځپاڼې رپوټ کې راغلي، چې د دغه هېواد سیول ښاري حکومت ایس ایم جي ) کارکونکي د ماسپښین له یوې بجې نه د ماښام تر شپږو بجو په بهیر کې د یوه ساعت لپاره د خوب کولو اجازه لري. له دې اسانتیا نه ګټه اخیستونکي باید یا سهار وخته دندې ته لاړ شي او یا دا چې ماښام تر ځنډه باید کار وکړي. رپوټ کې راغلي چې په دغه هېواد کې دا لومړی ځل دی چې دغه ډول اسانتیا را منځته کېږي.

د ښاري سالون ویاند ویلي، د دغه مقصد لپاره کارکونکو ته د ډوډۍ خوړلو خونه او د کنفرانس خونه په واک کې ورکول کېږي. چارواکي وايي، په راتلونکي کال کې به په لوړ لکښت سره مناسب ځایونه د خوب لپاره جوړ کړي. لا تر اوسه دا نه ده څرګنده چې څومره خلک به له دې اسانتیا ګټه پورته کړي، ځکه چې دوی باید د دغه یو ساعت بدیل پوره کړي او بله دا چې اکثرا خلک د ډوډۍ په وخت کې خپل یو ساعت خوب کوي. د کوریا ورځپاڼې، کورین ابزرور لیکي، چې ایس ایم جی کارکونکي د سهار له نهو بجو نه د ماښام تر شپږو بجو پورې کاري وخت لري. خو که کوم کارکونکی غواړي چې د خوب لپاره یو ساعت وخت واخلي لومړی باید خپل مسوول مشر خبر کړي او بیا سهار اته بجې کار پیل کړي او یا دا چې د ماښام تر اوو بجو پورې باید کار وکړي.

ورته مطالب