د چين سويل کې ترافيکې پېښې ۳۸ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه پېښه کې پنځه موټر يو له بل سره لګېدلي دي

د چين په سويل هنان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

راپورونه وايي په لويه پيمانه دغه مرګ ژوبله وروسته له هغه رامنځته شوه، يوه لارۍ چې اور اخيستونکې مايع يې بار کړې وه له يوه بس موټر سره وجنګېده.

حکومتي خبري اژانس شنهوا وايي لارۍ پر لويې لارې د بس موټر شا ته روانه وه، چې سره ولګېدل او له اور اخيستو وروسته يې چاودنه وکړه.

دغه پېښه تېره ورځ يکشنبه رامنځته شوې او په دغه پېښه کې پنځه موټر يو له بل سره لګېدلي دي.

خبریالان وايي پر لويو لارو د موټرو ټکر د ترانسپورت د خونديتوب په اړه د خلکو قهر راپارولی دی.

دغه پېښه په ځايي وخت د ورځې شاوخوا درې بجې رامنځته شوې ده.

د موټرو د ټکر له امله د رامنځته شوي اور د ګل کولو لپاره د اور وژنې هڅو کابو پنځه ساعته وخت ونيوه.

په پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي چې اوس په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

پوليس وايي د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي او وايي ښايي موټر د چلوونکو د بې احتياطۍ له امله سره لګېدلي وي.

ورته مطالب