د هندي کشمیر واکمنو ګوندونو یووالی ختم شو

د انځور حقوق
Image caption د کانګریس او نیشنل کنفرانس ګوندونو ترمنځ پنځه کلن یووالی موجود و

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د واک پر سر د نیشنل کنفرانس او د کانګریس ګوندونو ترمنځ یووالی له منځه تللی دی. کانګریس ګوند پریکړه کړې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې به په راتلونکو ټاکنو کې یوازې برخه اخلي او ټاکنو ته به دریږي.

د هند مخکښ ګوند کانګریس او د هندي کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله سیمه ییز ګوند نیشنل کانفرانس ترمنځ پر ۲۰۰۹ کال کې سره یو شول، چې تر پنځو کلونو یې دوام وکړ.

د کشمیر پخوانی اعلی وزیر او د هندي پارلمان یعنې مشرانو جرګې کې د مخالف حزب مشر او د کانګریس غړي نبي ازاد هند کشمیر کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: ''پر نورو ګوندو د تکیې کولو پر ځای د خپلې مبارزې مخته بېولو لپاره، خپلواکي غوره ده، لکه څنګه چې په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۸ کلونو کې مو وکړل هغه ډول باید موږ خپلې مبارزې په خپله په مخ یوسو''.

ښاغلي ازاد وویل، له دغه ډول یووالي نه څه ګټه ده چې رایې له یوه حزب نه بل حزب ته ونه لیږدول شي.

په پارلماني ټاکنو کې کانګریس او نېشنل کانفرنس ګوندونو یووالی له لوی ټکان سره مخامخ شو ځکه چې د دولت شپږ واړو څوکیو کې له ماتې سره مخامخ شول.

په ماتې خوړونکو کې د کانګریس غړی غلام نبي ازاد سره د نیشنل کانفرنس ګوند غړی صدر فاروق عبدالله هم و.

د سیاسي چارو د شنونکو په اند، د یووالي د ختمولو لپاره د کانګریس پریکړې د وزیر عمر عبدالله پر حکومت هېڅ اثر نه پرې باسي؛ ځکه چې کانګریس تر اوسه د حکومت ملاتړ له لاسه نه دی ورکړی.

په تېرو ټاکنو کې نیشنل کانفرنس ۲۸ څوکۍ تر لاسه کړې په داسې حال کې چې کانګریس یوازې ۱۷ څوکۍ خپلې کړې وې او د دواړو له یووالی سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې اوسنی حکومت را منځ ته شو.

د کانګریس مخکښ غړي امبیکا سوني په یوه خبري کنفرانس کې وویل، کانګریس حزب به په جمو کشمیر کې ۸۷ څوکیو لپاره به یوازې ټاکنو ته ودریږي.

د انځور حقوق PHOTODIVISION.GOV.IN
Image caption غلام نبي ازاد پخوا د هندي کشمیر علی وزیر و

په پارلماني ټاکنو کې د پام وړ دا وه چې ډېری څوکۍ ګانې پي ډي پي ګوند تر لاسه کړې په داسې حال کې چې په جمو یې کې بي جي پي ډېرې څوکۍ ګانې تر لاسه کړې وې.

د کانګریس له دې اعلان نه درې ورځې وروسته عمر عبدالله په خپل ټویټر کې لیکلي و چې لس ورځې مخکې د کانګریس مشرې سونیا ګاندي سره یې لیدلي و او د نیشنل کانفرنس د حکومت له ملاتړ یې مننه وکړه.

عمر لیکلي و، "ما هغې ته د نیشنل کانفرنس د پریکړې په اړه چې یوازې ټاکنو کې برخه اخلي معلومات ورکړي و".

په جمو کشمیر کې واکمن نیشنل کانفرنس ګوند د حکومت کولو وخت شپږ میاشتې وروسته پای ته رسیږي او په دې ایالت کې د ۲۰۱۵ کال پر لومړیو کې ټاکنې تر سره کیږي.

ورته مطالب