''بغداد کې شوی ځانمرګی بريد استرالیايي کړی''

د انځور حقوق AP
Image caption دا برید د تېرې جمعې په شپه په بغداد کې د یوه جومات ترڅنګ یوه بازر کې وشو

استرالیا ویلي، په عراق کې تېره اوونۍ هغه ځانمرګی برید چې له ځان سره یې ډېر کسان د مرګ تر پولې ورسول د استرالیا د میلبورن اوسیدونکی و.

دا برید د تېرې جمعې په شپه په بغداد کې د یوه جومات ترڅنګ یوه بازار کې وشو.

په دغه ځانمرګي برید کې دغه تنکي ځوان پر ځان تړلي چاودیدونکي توکي وچوول چې درې کسان یې ووژل او ډېر یې ټپیان کړل.

د عراق او سوريې اسلامي دولت ( داعش) په خپله تویټر پاڼه کې د دغه برید پړه منلې او د برید کوونکي ځوان نوم يې ابوبکر استرالیايي ښودلی.

استرالیا کې جنرال جارج برانډس په یوه وینا کې وویل، ،دا خبره د اندېښنې وړ ده،

هغه وویل: ''د استرالیا حکومت عراق او سوریه کې د داعش سخت دریځې ګړنې غندي، او په دغه ناندریو کې د هر استرالیايي وګړي ښکیلتیا د اندېښنې وړ ده''.

هغه وویل، په داسې اعمالو کې د استرالیا د وګړو شاملیدل د استرالیا امنیت لپاره خطرناک ثابتدای شي، ځکه چې کله هم دغه خلک خپل هېواد ته راوګرځي نو کیدای شي دلته هم ترهګریزې کړنې وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption په اعراق کې داعش ډلې ډېرې سیمې نیولې

به دغه وینا کې وویل شول چې د جمعې شپې ځانمرګي برید کې د عراق او سوریې له پېښې نه وروسته دا دویم استرالیايي دی چې ځانمرګی برید کوي.

تېره اوونۍ د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر جولی بشپ ویلي و، ترهګرۍ ته د استرالیا د ځوانانو د فکر اوښتلو مخنیوي لپاره ډېر کوښښ کوي.

د استرالیا خبري اژانس ای بي سي ویلي، موږ تر ممکنه حده هڅه کو چې خپل خلک د نورور هیوادونو په شخړه کې له ښکیلتیا ر وګرځو .

بریتانیا هم د سوریې په شخړو کې د خپلو وګړو شاملیدل د اندېښنې وړ بللي ځکه چې کیدای شي هېواد ته په ستنیدو سره ترهګرۍ ته مخه کړي.

ورته مطالب