وېبلاک لیکونکی پخپلې لیکنې جریمه کېږي

د انځور حقوق Getty
Image caption د رستورانت څښتن ویلي، چې د کېرولین وبلاګ له امله کاروبار ته زیان رسیدلی.

د فرانسې یوې محکمې د یوه رستورانت په اړه د ناسم تجدید نظر لیکلو له کبله د یوه ویبلاګ لیکونکي پر ضد پرېکړه کړې او وايي د نوموړي نظر ګوګل لټون کې خورا څرګند دی.

نوموړي قاضي خپله پرېکړه کې ویلي، د ویبلاګ سرلیک باید بدل شي او وايي بلاګ لیکونکې کېرولین باید جریمه پرې کړي.

کېرولین د پرېکړې له اورېدو وروسته ویلي، دغې پرېکړې په لټون ویبپاڼه څرګندیدل یو جرم بللی. د رستورانت څښتن ویلي، چې د کېرولین وبلاګ له امله یې مشتریان کم شوي او کاروبار ته یې زیان رسیدلی.

د محکمې اسنادو له مخې دغه ویبلاګ په ګوګل لټون کې څلورم مقام لري.

د قاضي د پریکړې پر بنسټ د ویبلاګ سرلیک ( هغه ځایونو چې باید له ورتګه ډډه وشي ) بدل شي، چې په لټون پاڼه کې ډېر څرګند و نه لیدل شي.

قاضي په خپله پرېکړه کې ویلي، د دغه ویبلاګ له کبله یاد رستورانت ته ځکه ډېر زیان اوښتی، چې د کېرولین ویبلاګ ۳۰۰۰ کسان پرله پسې ګوري.

کېرولین بي بي سي سره خبرو کې وویل، دغې پرېکړې په لټون پاڼه کې زیات څرګندیدل او ډېر نفوذ درلودل یو جرم بللی.

د محکمې له پرېکړې سره سم باید کېرولین رستورانت ته ۲۰۰۰ ډالره جریمه تاوان ورکړی.

کیرولن په خپل وبلاک کې د ۲۰۱۳ کال اګست میاشت کې د رستورانت د څښتنانو د ناسمې رویې او بې کیفیته خدمتونو په اړه لیکنه کړې وه.

ورته مطالب