بان کیمون غزه کې د جګړې پای وغوښت

د انځور حقوق AFP
Image caption بان کیمون وویل باید د حماس او اسراییل ترمنځ نښته ودرېږي او جګړه پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون له اسراییلو او فلسطینیانو وغوښتل چې جګړه ودروي او په غزه کې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

ښاغلی بان کیمون او د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نیتانیاهو په یوه ګډ خبري کنفرانس کې راڅرګند شول.

بان کیمون وویل باید د حماس او اسراییل ترمنځ نښته ودرېږي او جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي پر دواړو لورو غږ وکړ چې جګړه یوازې ویجاړۍ رامنځ ته کوي او هغه هیچا ته ګټه نه رسوي.

ښاغلي بان پر فلسطینیانو غږ وکړ چې د تاوتریخوالي تګلاره ودروي، اسراییل په رسمیت وپېژني او پخوانیو تړونونو ته درناوی وکړي.

خو د اسراییلو لومړي وزیربینیامین نیتانیاهو حماس یوه ترهګره ډله وبلله چې اوربند نه مني. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې باید حماس وغندي چې اوربند نه مني.

ښاغلي نیتانیاهو حماس له داعش، بوکوحرام، القاعدې اونورو بنسټ پالو ډلو سره پر تله کړ چې د ده په وینا ولسي وګړي په نښه کوي.

نوموړي زیاته کړه حماس حتی د دوو دولتونو د پایښت خبره نه مني.

ښاغلي نیتانیاهو وویل، دوی بله لاره نه لري بلکې د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره به هر څه وکړي. وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل د مصر پلان کولی شي چې د اوربند له پاره لاره هواره کړي.

نوموړي په مصر کې د خبرو پر مهال وویل، امریکا د فلسطینی مرګ ژوبلې په اړه اندېښمنه ده خو د اسراییلو قانوني او مناسب پوځي عمل ملاتړ هم کوي.

ښاغلي کېري دا هم وویل چې متحد ایالتونه په غزه کې له بحران سره د بشري مرستې له پاره ۴۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.

تمه ده چې جان کېري تر سبا(چارشنبه) په مصر کې پاتې شي او د عرب لیګ له مشر نبیل العربي او نورو مصري چارواکو سره هم وګوري. عادي فلسطینیان اندېښمن دي او په وېره کې دي.

د دوی ډیری د جګړې پای غواړي او په دې ټینګار کوي چې د اوربند شرایط باید عملي شي. خو د دې تر څنګ دوی دا هم غواړي چې په غزه کې پر پولو هغه محدودیتونه لرې کړي چې اسراییل او مصر لګولي دي.

د اسراییلو او فسلطین تر منځ په ۱۴ ورځنۍ شخړه کې ۶۰۰ فلسطینیان او ۲۹ اسراییلي عسکر وژل شوي دي.

ورته مطالب