پاکستان کې د ايډز کچه څو برابره زياته شوې

د انځور حقوق SPL
Image caption په پاکستان کې د ايډز ناروغي څو برابره زياته شوې، خو د ملاريا او نري رنځ ناروغي بيا کمه شوې ده

په پاکستان کې د (ايچ، آی، وي) په ويروس د اخته کسانو مړينه د تېرو کلونو پرتله څو چنده زياته شوې ده.

له ۲۰۰۰ کال نه تر ۲۰۱۳ پورې هر کال د دغه ويروس له امله د مړينې کچه ۱۱ سلنه زياتېږي، خو په دغو کلونو کې د نري رنځ او ملاريا له امله د مړينې ګراف راښکته شوی دی.

دغه تحقيق د ملګرو ملتو د ساينس پوهانو د يوې ډلې تر څارنې لاندې په واشنګټن کې يوه روغتيايي انسټيټوټ کړی دی.

د ملګرو ملتو د زريزې په موخو کې ويل شوي، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې بايد په پاکستان کې د اېډز، نري رنځ او ملاريا ناروغيو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړای شي.

د اغا خان پوهنتون د ښځو او ماشومانو د روغتيا د برخې بنسټګر ډاکټر ذوالفقار بهټه وايي چې د روغتيا له نړیوال سازمان سره کار کولو کې يې د نري رنځ او ملاريا پر ضد رغنده کمپاين کړی دی.

دی وايي د ناروغۍ د ژر تر ژره تشخيص او د سمې درملنې له امله د دغه کمپاین ښې پايلې ترلاسه شوې دي.

د پلټنې له مخې په نړیواله کچه د ايډز او نري رنځ په مړينو کې کمی راغلی دی، خو په پاکستان کې د ايډز ناروغي څو چنده اضافه شوې ده.

مخکې به په پاکستان کې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې د ايډز يوه پېښه موندل کېده، خو اوس په سلو زرو کسانو کې دا شمېره ۶،۷ ته ختلې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نړیواله کچه د ايچ آی وي په ويروس د اخته کسانو په شمېر کې کموالی راغلی دی

پلټونکي وايي پاکستان کې د ايډز د کابو کولو لپاره دومره هڅې نه کېږي، هغومره چې د نري رنځ د مخنيوي لپاره کېږي.

په پاکستان کې هر کال زرګونه کسان د نري رنځ ناروغۍ له امله مري، خو په ۲۰۱۳ کال کې دا کچه ۳۷۵۰۰ کسانو ته راښکته شوې ده.

نفوسو او په ښارونو کې د خلکو ګڼې ګوڼې ته په ګتو پلټونکو ډلو دا معلومه کړې، چې په ۲۰۰۰ کال کې په پاکستان کې په هرو ۱۰۰ زرو کسانو کې ۲۷۷ کسان له نري رنځه مړه کېدل، خو اوس دا شمېره په کال کې ۱۵۱ ته راښکته شوې ده.

په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې د ايډز پېښې مخ په کمېدو دي په پاکستان کې د دغې ناروغۍ په کچه کې زياتوالی دا ښيي چې بايد په اړه يې عملي اقدامات وشي.

خو په پاکستان کې د ملاريا ناروغي بيا په کال کې په منځنۍ توګه ۴،۶ سلنه راکمه شوې ده.

په ۲۰۱۳ کال کې د ملاريا له امله د مړو شويو کسانو شمېره ۳۱۶۰ وه.

د جنوبي افريقا په يو شمېر هېوادونو او جنوبي اسيا په څو هېوادونو کې هر کال سلګونه زره کسان د ملاريا له امله ساه ورکوي.

ورته مطالب