مشعل وايي حماس مشروط اوربند مني

پیلي د انځور حقوق
Image caption مېرمن پيلي حماس او نورې وسله والې فلسطيني ډلې وغندلي، چې د اسراييلو په ملکي سيمو توغندي توغوي، او اسرائیل یې په جنګي جرمونو تورن کړي.

د حماس د سیاسي څانګې مشر خالد مشعل ويلي، تر هغې به غزه کې له اسرائيلو سره بشپړ اوربند ونه مني، چې اسرائيل د غزې اوږده کلابندي پاى ته ونه رسوي.

خو ښاغلي مشعل وويل بشري اوربند به ومني، چې له مخې يې د اسرائيلو په بمباريو کې ايسارو خلکو ته مرستې ورسېږي.

په همدې حال کې د اسرائيلو د هوايي بمباريوله ډېرېدا او ځمکنيو عملياتو پراخېدا سره غزه کې نورې درنې جگړې شوې دي.

غزه کې د برېښنا د توليد يوازينى برېښنا کوټ وروسته له هغه په موقت ډول کار پرېښود چې پرې بريد وشو.

د رپوټونو له مخې د اسراېيلو هوايي بمباريو او توپونو پرله پسې ډزو د غزې په ولسي خلکو کې سخته وېره خوره کړې ده.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اسراييلو له لوري غزه کې پر ادعا شويو سرغړونو د پلټنې د ترسره کېدو لپاره رايه ورکړې ده.

د بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرې ناوي پيلي وويل داسې نښې نښانې شته دي، چې اسراييل جنگي جنايتونه ترسره کړي دي ،چې په دې کې پر روغتونو د توپونو ډزې او د سمندر په څنډو کې د څلورو هلکانو وژل هم راځي:

"نړيوال بشري قانون او ژوند کولو حق ته نه درناوى هغه ټکان ورکوونکي شواهد دي چې د جولاى په ١٦ د هغو اوو هلکانو چې د غزي په سمندري څنډو کې يې لوبې کولې ظاهر په نښه کولو کې مو وليدل''.

د انځور حقوق AFP
Image caption خالد مشعل د حماس د جنګي څانګې د کړنو ملاتړ کړی.

''غزه کې زما د دفتر له لوري راټول شوي باوري رپوټونه ښيي چې دغه ماشومان د اسراييلو له لوري له هوا څخه وويشتل شول او بيا پرې له سمندر څخه د توپونو ډزې شوې دي.

يوازې دوه ورځې وړاندې توپونو د ير البلاح کې د اقصا جومات وويشته او د رپوټونو له مخې درې کسان يې ووژل او د ډاکترانو په گډون لسگونه نوريې ژوبل کړل''.

''دا يوازې د گوتو په شمير څو بېلگې دي چې ددې پياوړي امکانات ښيي چې نړيوال بشري قانون په داسې ډول ترپښون لاندې شوى دي چې کېداى شي جنگي جنايتونه شي".

ميرمن پيلي دارنگه حماس او نورې وسله والې فلسطيني ډلې هم وغندلي، چې د اسراييلو په ملکي سيمو توغندي توغوي.

په يوه جلا پرمختگ کې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون پردې خپگان ښودلى، چې اورپکو غزه کې د ملگرو ملتونو له لوري چلېدونکي يوه ښوونځي کې وسلې ځاى په ځاى کړي دي .

اسرائيل وايي دا يې حق دى، چې د اورپکو د توغنديو بريدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

له هغې راهيسې چې د جولاى په اتمه اسرائيلو د غزې پرضد خپل پوځي عمليات پيل کړي دي، تر ٧٠٠ ډېر فلسطيينان وژل شوي دي او په همدې موده کې ٣٤ اسرائليانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

پر غزې د اسرائیلي بریدونو له ډېرېدا وروسته، د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر خالد مشعل د لومړي ځل لپاره د قطر په دوحه کې خبریالانو ته د اوربند کولو خبره منلې ده.‌

د انځور حقوق Getty
Image caption د اسرائیلو وګړي پر غزې له اسرائیلي یرغل سره مخالف دي.

هغه ویلي،‌ چې حماس هر ډول بشردوستانه اوربند مني.‌

نوموړی وايي، اوربند ځینو شرطونو ته اړتیا لري.

خالد مشعل ویلي،‌ حماس چې پر غزې کنټرول لري،‌ پر غزې د هر راز بندیز او کلابندۍ لیرې کولو هرکلی کوي.‌

ښاغلي مشعل،‌ د حماس د پوځي ډلې ''د مقاومت مبارزین '' ملاتړ وکړ او وویل چې له دا ډول مقاومت پرته نړۍ د فلسطینیانو غږ نه شي اورېدلی.‌

ده وویل چې د حماس بې وسلې کول ناممکن کار دی.‌

خالد مشعل زیاته کړه،‌ چې ټولې فلسطیني ډلې یو هدف لري،‌ هغه دا چې نیواک پای ته ورسېږي.‌

خالد مشعل دا هم وویل، چې ''مخکې مو اوربند رد کړی و،‌ خو اوس د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوو ''.‌

دی زیاتوي چې حماس د بشري اوربند لپاره ''دروازه نه ده بنده کړې ''،‌ بلکې په وینا یې اسرائیلو غزه کلابنده کړې او یرغل یې پرې ور وړی دی.‌

د حماس دغه چارواکی وايي، غزه له نیواک ګرو سره مبارزه کوي، ا وفلسطینیان ''ددغې خاورې اصلي اوسېدونکي دي ''.‌

خزاعه

د انځور حقوق Getty
Image caption د اسرائیلو د ننه د جګړې ضد لاریونونه شوي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسرائیلي بریدونو له پیل راهیسې درې اسرائیلي ولسي وګړي، ۳۲ پوځيان وژل شوي

اسرائیلي پوځ سره صلیب ته خزاعې سیمې ته د ورتګ اجازه ورکړې ده.‌

خزاعه د غزې په جنوب کې هغه سیمه ده،‌ چې اسرائیلو یې تر ۳۰ ډېرې کورنۍ کلابندې کړې وې.‌

اسرائیلي ځواکونو هلته کلابندو کورنیو ته د لومړنیو توکو پر ورتلو بندیز لګولی و.

پر همدې مهال اسرائیلو په غزه تړانګه کې د پراشوټ د برخې د خپلو درو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.‌

پر غزې د اسرائیلو په شپاړس ورځني یرغل کې تر ۶۷۸ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۴۲۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ملګري ملتونه وايي، سلګونه زره فلسطینیان د م. م په ۷۷ پناه ځایونو کې اوسېږي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې ناوي پیلي پر غزه د اسرائیلو بردی جنګي جرم ګڼلی

ورته مطالب