میرکل پر روسیې چټک بندیزونه غواړي

میرکل د انځور حقوق AP
Image caption جرمني چې له روسیې سره د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې ژورې اړیکې لري په دې برخه کې چندانې لیوالتیا ونه ښوده.

د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل پر روسیې په چټکۍ د پراخو بندیزونو د لګولو په برخه کې د اقدام کولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې په برسلسز کې د اروپا د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې پر دې هوکړه ونه شوه چې پر روسیې د اوکرایین په بې ثباتۍ کې د ونډې له امله یې کوم اقتصادي بندیزونه ولګول شي؟

جرمني چې له روسیې سره د انرژۍ او سوداګرۍ په برخه کې ژورې اړیکې لري په دې برخه کې چندانې لیوالتیا ونه ښوده خو اوس داسې بریښې چې د جرمني په دریځ کې بدلون راغلی ځکه چې صدر اعظمه په بیړه پر روسیې د بندیزونو د لګولو په برخه کې د اقدام غوښتنه کړې ده.

له برلین نه د بي بي سي خبریال ډامین مک ګیونیس په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند هم روسیه تورنه کړه چې وعدې ډېر ې کوي خو عمل یې لږ دی. دغه ویاند ویلي چې صبر او حوصله هم همدومره وي.

جرمني په اروپا کې د روسیې د سوداګري لوی متحد هېواد دی ځکه نو جرمني سوداګرو پر حکومت فشار اچولی و چې له بندیزونو تېر شي چې په وینا یې د جرمني اقتصاد به هم ورسره خراب شي.

خو له هغه مهال راهیسې چې د اوکرایین په ختیځ کې مالیزیي الوتکه نسکوره کړای شوه د خلکو نظر بدل شوی دی.

یوې نظر پوښتنې په ډاګه کړې چې د جرمني اکثره خلک اوس پر روسیې بندیزونه غواړي.

په همدې حال کې د ورځپاڼو مبصرین په دې برخه کې د اروپا ورو اقدام انځوروي او د جرمني حکومت تورنوي چې بندیزونو ته لیوالتیا نه لري.

ورته مطالب