''سوريه کې د 'داعش' ملاتړي په ډېرېدو دي''

د انځور حقوق a
Image caption داعش اوس په عراق او سوريه دواړه کې يو شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څارونکو خبرداری ورکړی چې لا زیات سوري یاغیان له سخت دریځو مسلمانانو سره یو ځای کیږي.

د دغې ادارې مشر پاولو پېن هېرو ویلي د عراق او سوريې اسلامي دولت (داعش) د هغه په خبره د سوري کېدو په لور روانه ده.

د ملګرو ملتونو یوه بل څارونکي ويلي ډېری سوري وګړي له نورو وسلوالو ډلو بېلیږي او له داعش سره یو خای کیږي چې د سوریې په کورنۍ جګړې کې ونډه واخلي.

په عراق کې تر بریالیو جنګونو وروسته داعش په سیمه کې اسلامي خلافت اعلان کړ او مشر يې ابوبکر البغدادي ځان د مسلمانانو خليفه نومولی دی.

داعش اوس په عراق او سوريه دواړه کې يو شمېر سیمې تر خپلې ولکې لاندې لري.

دغه ډله چې د جوړېدو يې ډېره موده نه کېږي، په لږ وخت کې يې وکړای شو په عراق کې پراخې سيمې لاندې کړي او بغداد تر خپلو بريدونو لاندې راولي.

مخکې داسې راپورونه و، چې ګواکې له اسلامي نړۍ او د برتانيا په ګډون له يو شمېر لويديځو هېوادونو يو شمېر مسلمان ځوانان له داعش سره يو ځای شوي دي.

ويل کېږي دغې ډلې په هغو سيمو کې چې ولکه پرې لري اسلامي قوانين پلي کوي او په عراق کې يې يو شمېر زيارتونه هم نړولي دي.

داعش کابو يوه اوونۍ وړاندې په موصل کې مېشتو مسيحيانو ته خبرداری ورکړ، چې يا دې جزيه ورکړي، يا دې مسلمانان شي او يا دې هم موصل پرېږدي.

د شيعه ګانو په مشرۍ د عراق حکومت له دغې ډلې سره د جګړې لپاره شيعه ځوانانو ملاتړ خپل کړی او شيعه مذهبي مشرانو هم خپلو لارويانو ته لارښوونه کړې، چې د داعش پر وړاندې وجنګېږي.

ورته مطالب