په ډېرو اسلامي هېوادونو کې اختر پر دوشنبې دی

د سعودي لوړې محکمې اعلان کړی چې دوشنبه، د جولای ۲۸ مه، د کوچينی اختر لومړۍ ورځ ده.

په همدې ډول په نورو عربي هېوادونو قطر، اردن، متحده عرب اماراتو اعلان شوی چې د دوشنبه اختر دی.

په افغانستان کې هم چې په دودیز ډول روژې او اخترونه له سعودي سره هم مهاله لمانځل کېږي، سترې محکمې ویلي چې اختر پر دوشنبه پیلېږي.

د سعودي شاهي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي "لوړې محکمې ته د يکشنبې ورځې له لمر لوېدو وروسته د شوال مياشتې ليدل ثابت شوي، په يو شمېر ولايوتونو او مرکزونو کې يې د ليدو ګواهي هم ورکړل شوې ده، نو د دوشنبې ورځ د سږني ۱۴۳۵ کال د کوچيني اختر ورځ ده".

مصر، کويت، بحرين، فلسطين او د عراق سنيانو هم اعلان کړی چې پر دوشنبه به اختر کوي.

په بريتانيا کې هم د لندن مرکزي جومات په يوه اعلاميه کې ويلي دوشنبه د کوچيني اختر لومړۍ ورځ ده، او په همدې ډول يې د بريتانيا او نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ويلې ده.

په دې توګه سږنی ۱۴۳۵ سپوميز کال هم ټولې ۲۹ ورځې روژه ونيول شوه.

د روژې پیل او د اختر ورځې ټاکل تل د اسلامي هېوادونو تر منځ یوه ناندریزه مسئله ده او آن دیني پوهان هم نه دي توانېدلي چې د حل لپاره یې لار راوګوري.