په طرابلس کې امریکا خپل سفارت وتاړه

د انځور حقوق Getty
Image caption امریکايي اتباعو ته لیبیا ته د نه تلو په اړه خبرداری ورکړی شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د نا امنیو له امله يې د لیبیا په پلازمینه طرابلس کې خپل سفارت تړلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لیبیا کې د وسله والو ډلو ترمنځ د شخړو له امله به د سفارت کارکوونکي ګاونډي هېواد تونس ته ولیږي.

همدارنګه وزارت امریکايي اتباعو ته لیبیا ته د نه تلو په اړه خبرداری ورکړی.

د طرابلس په هوايي ډګر کې د ځایي وسله والو ډلو ترمنځ شخړه روانه ده.

په لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال د دولت ضد پاڅون نه را په دې خوا نا امنۍ روانې دي او د دې هېواد بېلا بېلې سېمې د مختلفو وسله والو ډلو تر ولکې لاندې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماري هارف وايي، له لیبیا نه د سفارت د کارکوونکو د ایستلو پریکړه بهر کې د سفارت د کارکوونکو ته د متوجه ګواښونو په اړه د ولسمشر اوباما د ادارې اندېښنه ښيي.

د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر کې په بن غازي ښار کې د امریکا د قونسلګرۍ برید کې د امریکا سفیر کرسټوفر سټیونز او درې نور امریکایان ووژل شول.

طرابلس کې د امریکا په سفارت کې پخوا هم ډېرو کمو کارکوونکو په کې کار کاوه، د ویاندې په وینا، د سفارت په تړلو سره به پاتې کارکوونکي تونس ته لیږدوي.

په تېرو دریو کلونو کې دا دویم ځل دی چې په لیبیا کې امریکا خپل سفارت تړي.

ورته مطالب