رمضان قدیروف پر اوباما 'بندیزونه' ولګول

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption قدیروف وايي امریکا او اروپا اوکراین کې له جلا غوښتونکو سره د دیموکراسۍ په پلمه همکاري کوي.

د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف د شنبې پر ورځ د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما او نورو اروپايي مشرانو د شتمنیو د کنګل کولو، سفر نه کولو په ګډون ځینې بندیزونه لګولي دي.

د بندیزونو لګولو اصلي لامل په اوکرایین کې د روانې شخړې د پیلېدو لپاره د دغو هېوادونو لاسوهنې بلل شوې دي.

امریکایان او اروپایان په اوکرایین کې د جلا غوښتونکو په ملاتړ تورن ګڼل شوي.

قدیروف پر انټرنېټ پخپله پاڼه لیکلي ''نړۍ په لیبیا،سوریه، عراق او افغانستان کې د روانو شخړو شاهده ده، خو د اوکرایین شخړه هم ویني، ولسي وګړي وژل شوي ښارونه ویجاړ شوي او مذهبي نښې له منځه وړل شوې دي.

دا ټول په دې پلمه چې ګني دیموکراسي به راځي.

د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنې د دغو کړنو مستقیم مسؤولیت لري'' .

قدیروف دا هم ویلي، چیچنیا هوډ وکړ چې پر امریکايي ولسمشر بارک اوباما، د اروپايي ټولنې د استازو پر مشرې جوزیه مانویل باروسو او د دغې ټولنې د بهرنیو اړیکو پر مشرې کاترین اشتون او د اروپايي پارلمان پر مشر هرمان وان رومبوی بندیزونه ولګوي.

ددغو بندیزونو په لړ کې یاد کسان د یکشنبې له ورځې راهیسې چیچنیا ته سفر نه شي کولی.