د لیبیا بنغازي ښار بریدونو کې ۳۸ کسان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال دولت ضد پاڅون له مهاله راهیسې نا امنۍ روانې دي

د لیبیا شمالي ښار بنغازي کې چارواکي وايي، حکومت ته د وفادارو پوځیانو او سخت دریځو اسلامپالو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، وسله والو د بنغازي ښار په مرکزي برخه کې پر پوځیانو برید وکړ.

له دې نه مخکې په پلازمېنه تریپولی کې د هوايي ډګر شاوخوا یوه اونیزه نښته کې لږ تر لږه ۹۷ کسان ووژل شول او ۴۰۰ نور ټپیان شول.

بل خوا د لیبیا پلازمېنه تریپولي کې د اور وژنې کارکونکي د هغه اور د وژلو هڅې کوي، چې د نفتو یوې زېرمې کې د سیالیو ملېشو تر منځ د نښتې پر مهال ولګېد. دغه زیرمه چې د لیبیا د نفتو ملي شرکت برېګا ملکیت ده، شپږ میلیونه لیټره تیل پکې ساتل شوي وو.

د دغه شرکت یوه ویاند محمد الحریري په وینا که دغه اور د شاوخوا نورو زیرمو ته خپور شی، وايي دا به یوه افت وي، چې نیم کیلومتر سیمه به اغیزمنه کړي.

د لیبیا موقت حکومت د سملاسي اوربند غوښتنه کړې، چې وايي اور وژونکي له کوم خنډ پرته خپلې چارې پر مخ یوسي.

بل لور ته رپوټونو کې ویل شوي، چې سیمه کې تیل نه موندل کېږي او که د یوه توغندي له کبله لګېدلی اور کابو نه شي، حالت به بوږنکونکې بڼه خپله کړي.

د لومړي وزیر د دفتر په بیان کې راغلي، چې د اور د کابو کولو لپاره یې له ملګرو ملتونو مرسته غوښتې.

چارواکي وايي، په دغه سېمه کې له دریو نه تر پنځو کیلو میترو پورې ساحې کې خلک مېشت دی او وايي د دغو خلکو د اغیزمن کېدو وېره ده.

په یوه ویډيوي کلیپ کې، چې په غیر مسلکي توګه اخیستل شوی، د اور لوړې لمبې لیدلې کېږي او د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.

لیبیا کې د ۲۰۱۱ کال دولت ضد پاڅون له مهاله راهیسې نا امنۍ روانې دي او د دې هېواد بېلا بېلې سېمې د مختلفو وسله والو ډلو تر ولکې لاندې دي، چې له کبله یې دغه هېواد له سختو حالاتو څخه تېریږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په پلازمېنه تریپولي کې روانې یوې اوونۍ نښتو کې له ۴۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دی.

تېره یکشنبه د فرانسې او جرمني هېوادونو سره سره، امریکا او برتانیا هم په لیبیا کې خپلو مېشت وګړو ته وویل، چې ژر تر ژره دې له دغه هېواده ووځي.

تېره شنبه امریکا په پلازمېنه تریپولي کې خپل سفارت وتاړه او وايي، د روانې جګړې له کبله هلته ،اصلي خطر، دی.

ترکیې هم له لیبیا نه خپل ۷۰۰ کارکوونکي بیرته غوښتي، له دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې له لیبیا نه خپل ټول کارکوونکي غواړي.

په تریپولي کې د بي بي سي خبریاله رعنا جواد وايي، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د لیبیا په دوو لویو ښارونو تریپولي او بنغازي کې نښتو شدت موندلی او د دغو نښتو د درېدو هېڅ نښې نښانې نه ښکاري.

لیبیا چارواکو خبرداری ورکړی، چې که په تریپولی هوايي ډګر کې که نښتو همدا ډول دوام وموند، د هېواد د د ماتېدو ویره شته.

بل لور ته مصري خبري اژانس (منا ) ويلي، په تریپولی کې د یوه راکټ له لګیدو پایله کې ۲۳ مصریان وژل شوي.

ورته مطالب