عدلي طب پوهان د الوتکې پېښې سیمې ته رسېدلي

Image caption کارپوهانو د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د جګړې له کبله تر اوسه د پېښې سیمې ته لاسرسی نه درلود.

اوکراین کې د حکومتي ځواکونو د عملیاتو له درېدو وروسته، د عدلي طب نړیوال پوهان د ایم ایچ ۱۷ الوتکې د پېښې سیمې د پلټنې لپاره رسېدلي دي.

د استرالیا او هالڼد کارپوهان د سولې او همکارۍ د ادارې یا (او ایس سي اي) په استازیتوب هلته رسېدلي دي.

کارپوهانو د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د جګړې له کبله تر اوسه د پېښې سیمې ته لاسرسی نه درلود.

استرالیا په دې باور دی چې د پېښې سیمه کې اوس هم ۸۰ مړي پراته دي.

د مالیزیا ایم ایچ ۱۷ الوتکه د جولای پر ۱۷ مه په ختيځ اوکراین کې را ولوېده او په کې سپاره ټول ۲۹۸ کسان ووژل شول.

پر روسي پلوو ياغیانو تور لګول کېږي چې دغه الوتکه یې په توغندي ویشتلې ده. خو یاغیان دا تور ردوي.

امریکا او ځینې نور هېوادونه روسیه د دې پېښې مسول ګني او تور پرې لګوي چې دوی یاغیانو ته پرمختللي وسلې ورکوي.

روسیه ادعا کوي چې دغه الوتکه د اوکراین حکومتي ځواکونو راغورځولې ده خو اوکراین دا ادعا بې بنسټه بولي.

له یاغیانو سره د ملاتړ له کبله پر روسیې فشارونه ډېر شوي دي خو روسیه دا نه مني چې ګواکې دوی له یاغیانو سره مرسته کوي.

په دې پېښه کې ۱۹۳ هالنډیان، ۲۷ د استرالیا او ۴۳ د مالیزیا وګړي وژل شوي دي.

کییف ته د سفر پر مهال د استرالیا د بهرنېو چارو وزیر جولي بیشپ ويلي:

"موږ عزم لرو چې د پېښې سیمې ته ځان ورسوو او د مړو پاتې شونې د پېژندنې لپاره په درناوي سره له دې ځایه ولېږدوو".

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق هالنډ ته د سفر پر مهال ویلي چې د مالیزیايي پولیسو یوه لویه ډله کییف ته د پلټنو په پرخه کې د همکارۍ لپاره رسیدلې ده.

بل خوا د هالڼد لومړي وزیر ویلي چې دوی درې لومړیتوبونه لري: چې د مړو پاتې شونې له اوکراینه ولېږدوي، د پېښې لامل مالوم کړي او د پېښې مسولین د قانون منګولو ته وسپاري.

د اوکراین پوځي چارواکو ویلي چې د پېښې په سیمه کې به د خپل دفاع پرته له نورو عملیاتو ډډه وکړي چې کارپوهان د پلټنې کار پر مخ یوسي.

د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د ختيځ اوکراین په کړکېچ کې تر اوسه له ۱۰۰۰ زیات ملکي کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب