"د اېبولا ناروغي په چټکۍ سره خپرېږي"

Image caption دغه ناروغي د اخته کسانو د وینې او د هغوی د بدن د اوبو سره د اړیکو یا ککړ چاپېریال له لارې نورو ته خپرېږي.

د نړیوال روغتیایي سازمان یا (ډبلیو اېچ او) مشرې مارګریټ چن ویلي چې د اېبولا ناروغۍ د کنترولولو د هڅو سربېره دغه ناروغي په چټکۍ سره په خپرېدو ده.

نوموړې وویل چې که د اېبولا ناروغۍ د خپرېدا مخه ونه نیول شي نو ښايي د انساني مړینې پر یوه ناورین بدل شي.

خو هغې زیاته کړه چې که چارې په ښه ډول سمبالې شي نو د دې ویروس کنترولول شونې دی.

د اېبولا ناروغۍ د لوېدیځې افریقا په څلورو هېوادونو کې تر اوسه ۷۲۹ کسان وژلي دي.

پر دغه ناروغۍ اخته ۹۰ سلنه کسان مري.

دغه ناروغي د اخته کسانو د وینې او د هغوی د بدن د اوبو سره د اړیکو یا ککړ چاپېریال له لارې نورو ته خپرېږي.

اخته کسانو کې لومړی د والګي نښې نښانې او د وینې بهېدنه لیدل شوې چې د بدن د ځینې غړو له کاره ولېدو لامل کېږي.

اغلې چن د اغېزمن شویو هېوادونو ګینا، لایبریا او سیرالیون له مشرانو سره په لیدنه کې وویل چې دیوه ځانګړي پلان له مخې دوی د اېبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ۱۰۰ میلیون ډالرو بودیجه ځانګړې کړې ده.

د دغه پلان له لارې به سلګونه نور روغتیایي کارکونکي اغیزمن شویو هېوادونو ته ولېږل شي.

نوموړې وویل چې د دغې ناروغۍ پېښې نه یوازې په لرو پرتو سیمو کې بلکه په مرکزي او ګن میشتو ښارونو کې هم لیدل شوي دي.

اغلې چن زیاته کړه چې د اېبولا ناروغي د جغرافیايي پوښښ له پلوه د نړۍ تر ټولو ډیر وژونکی او ستره نارغي ده.

هغې دا هم وویل چې:

"تر اوسه ۶۰ روغتیايي کارکونکو د نورو اخته کسانو د درملنې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ځینې نړیوال کارکونکي پر دې ناروغۍ اخته دي. د دې ناروغۍ پر وړاندې په نړیواله کچه کلک غبرګون باید زموږ له لومړیتوبونو څخه وي".

د بي بي سي خبریال ډیوید شوکمن وايي چې که څه هم دغه پلان په نړیواله کچه یو مهم ګام دی خو د اېبولا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره باید په ځايي کچه ګامونه پورته کړای شي.

د سیمې د خلکو په ظاهره کوچنیو تیروتنو لکه په بې احتیاطۍ سره د مړو خاورو ته سپارل، له خولو سره د روغتیايي کارکونکو بې احتیاطي او یا هم په ورځني ژوند کې صفايۍ ته نه پام کولی شي د دغه ناروغۍ ویروس له یوه انسانه بل ته ولېږدوي.

ورته مطالب