ټایوان کې د ګازو چاودنې ۲۴ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption د کاوسیونګ ښار په سوېلي برخه کې دغه چاودنه رامنځته شوې

د ټایوان په جنوبي ښار کې د ګازو له امله په را منځ ته شوو بېلابېلو چاودنو کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۲۷۰ یې ټپیان کړي.

د ټایوان چارواکو د دې پېښې لامل د ګازو د نللیکې د لیک یا خرابیدل او د ښار ناپاکو اوبو سره د ګازو یو ځای کیدل په کوته کوي چې له امله یې چاودنه را منځ ته شوې.

مرسته رسونکي، سلګونه پولیس، او د اور وژنې کارکوونکي د کاوسیونګ ښار ته استول شوي دي، تر څو له زیانمنو کسانو سره مرسته وکړي.

لکه څنګه چې په انځورونکې لیدل کېږي دغه چاودنې د سرکونو او ودانیو د ویجاړیدو او نړیدو لامل شوې او ډېر زیانونه یې اړولي دي.

په رپوټونو کې ویل شوي چې د اور وژنې پنځه تنه کارکوونکي هم په وژل شوو کسانو کې دي.

د ټایوان د اور وژنې اداره وايي،"۲۱۲ کسان د ټپیانو د درملنې لپاره روغتونو ته استول شوي دي". د چین شینهوا خبري اژانس وايي، چې له دې چاودنو څو دقیقې مخکې په سرکو کې د ګازو بوۍ احساس کیده.

د دې پېښې ټپیان له ۲۰۰کسانو ډېر ښودل شوي.

په سېمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د دغه هېواد خلک د تفریح لپاره د شپې له خوا بهر ځي نو له همدې امله د چاودنې په وخت کې اکثر کورنۍ له کورونو بهر تللې وې.

ورته مطالب