د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند مات شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسرائیلو پوځ د ۷۲ ساعته اوربند تر پیلېدا څو ساعته وروسته پر غزې بیا بریدونه پیل کړي.‌ په پام کې وه چې اوربند به درې ورځې دوام وکړي

ویل کیږي، چې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږترلږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي.‌

پر غزې د اسرائیلو له بریدونو پیلېدو راهیسې نژدې ۱۴۶۰ فلسطینیان وژل شوي،‌ چې زیاتره یې ولسي وګړي دي او۶۳ اسرائیلیان وژل شوي، چې ډېری یې پوځيان دي.

اسراييلو او فلسطينيانو پريوه ٧٢ ساعته اوربند هوکړه کړې،چې نن د جمعې په ورځ د غزي په وخت د سهار پراتو بجو پيلېږي.

دغه هوکړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرجان کيري او د ملګرو ملتونو د سرمنشي بان کې مون له لوري اعلان شوه.

ښاغلي کيري وويل د روغې جوړې په اړه خبري،چي نن په قاهرې کي پيلېدونکې دي دواړو غاړو لپاره يو ښه چانس دى:

د انځور حقوق AFP
Image caption اسرائیلو د غزې جنوب رفح په بمبارولو سره شوی اوربند مات کړی دی.

"موږ هيله او تمه کوو،چې دواړه غاړې به ټولې د انديښنې وړ خپلې مسالې راپورته کړي. دواړه غاړې ديته اړتيا لري، چي د اسراييلو امنيتي انديښنو ته د حل لارې ومومي او ډاډ حاصل کړي،چې دغزي خلک په خوندې توگه او په درنښت سره ژوند کولاى شي.

موږ به يوه وړه ډله مصر ته استو،چې په قاهرې کې له دغو خبرو سره مرسته وکړي اود روغې جوړي په خبرو کې گډون وکړي.

لکه څنگه، چې مې وويل دغه اوربند به ٧٢ ساعتونه يانې درې ورځې دوام وکړي"

د م م يوه وياند په لانجه کې پر ښکيلو دواړو غاړو غږ وکړ،چي د اوربند په مهال په خپلو ژمنو عمل وکړي.

وړاندې تر دې متحده ايالتونو غزه کې د اسراييلو پر پوځي عملياتو کلکې نيوکې وکړي.

د دفاع وزارت ويلي وپ ه دغه لانجه کې زيات ملکي کسان ټپيان او وژل کيږي. د دفاع وزارت وياند وويل بايد اسراييل د ملکي وگړو د ژوند د ژغورنې په موخه د هغو اصولو له مخې چې د ځان لپاره يې غواړي عمل وکړي.

همدا رازد سپيني ماڼې وياند جوش ايرنيست ويلي دي د م م په ښونځي کې په بي دفاع ملکې وگړو بريد او وژنه يې په هيڅ ډول د منلو وړ نده.

"د بي گناه فلسطينيانو د ربړو او په لويه کچه د هغو د ناوړه وژنې په اړه خپورشوى رپورت په ښکاره له اسراييلي پوځيانو نه غواړي، چې بايد د بي گنا ه ملکي وگړو د ژوند د ژغورنې لپاره زيات څه وکړي.

خو د م م په انگړ کې د هغو خلکو وژنه، چې د جگړې له وېري يې هلته پناه اخېستې په هيڅ وجه د منلو وړ نده او نه هم توجيه کېدي شي. هغه څه ته، چې موږ اړتيا لرو زموږ متحد اسراييل بايد د هغه اوچت ستندرد د ژوندي ساتلو لپاره، چې ځان ته يې غوره کړى زيات کار وکړي"

متحده ايالات د اسراييلو نژدې متحد دى.

کومي وسلې، چې اسراييل يې په غزه کې کاروي ډيرى يې د متحده ايالتونو لخوا اسراييلو ته ورکول کيږي.

په غزه کې د اسراييلو لخوا پر عملياتو د نړيوالو نيوکو سره سره په م م کې د اسراييلو سفير ران پراسر له نړيولو غوښتي چې نور بايد حماس ته د خپلواکو جنگيالو رومانتيکه کلمه ونه کاروي، ځکه وايي هغوي يوه ترهگره ډله ده .

د انځور حقوق Reuters
Image caption اسرائیلو تر ډېره د ولسي وګړو مېشت ځایونه په نښه کړي.

تر دې وړاندې د م م د بشري مرستو د څانگې مشرې له دواړو اسراييلو او حماس نه غوښتي و، چې په غزې کې د بشرې مرستو د ليږد په موخه هره ورځ د يوه ساعتونو په اوربند روغه وکړ ي. د م م د بشري مرستو مشرې والري اموس د امنيت شورا ته د وينا پر مهال په غړو هېوادونو غږ وکړ، چې په غزه کې د خير ښيگڼې د چارو لپاره مالي مرسته وکړي.

دې وويل واقعيت دا دى. چې د غزي يوه برخه هم خوندې او مصونه نه ده.

په م م کې د فلسطېن استازى رياض منصور وايي نړۍ بايد د غزي د خلکو له غمېزې ځان خبر کړي

خو اوس، چې د ٧٢ ساعتونو په اوربند روغه وشوه دا به غزې ته د اړينو توکيو په ليږد کې مرسته وکړي او هم به د غزي اوسېدونکو ته د خپلو مړيو د ښخولو چانس ورکړي او هم به وکولي شي تر يوه بريده د پاکو اوبو او د برښنا خپل سيستم، چې په روانه جگړه کې متاثر شوي بيرته تر ميم کړ ي.

ورته مطالب