له اسرائیلي دفاعي سیستم سره د امریکا ۲۲۵ میلیون ډالر مرسته

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه پیسې به د اسرائیلو د توغندیو ضد دفاعي سیستم پر پیاوړي کولو ولګول شي.

د امریکا کانګرس د اسرائیلو د توغندیو ضد هغه دفاعي سیستم د ملاتړ او پیاوړي کولو لپاره د ۲۲۵ میلیون ډالرو ټولګه منلې، چې د "اوسپنیزې ګنبتې" په نامه مشهور دی.

مشرانو جرګې د اوړي له پنځو اونیزو رخصتیو مخکې له اسرائیلو سره د دفاعي ملاتړ دغه غوښتنه منلې ده.

دغه پیسې به د اسرائیلو د توغندیو ضد دفاعي سیستم پر پیاوړي کولو ولګول شي.

اسرائیل له خپل دفاعي سیستم نه له غزې د توغول کېدونکو توغندیو په شنډولو کې ډېره ګټه اخلي.

کانګرس دا اعلان د پنتاګون له خوا اسرائیلو ته د زېرمو له تسلیمولو دوه ورځې وروسته کړی دی.

د مشرانو جرګې ۳۹۵ تایدوونکو غړو د ۸ ردوونکو غړو په مقابل کې د اسرائیلي دفاعي سیستم د پیاوړي کولو په پلوۍ رایه ورکړه.

په پام کې ده، چې ولسمشر اوباما هم د تاییدۍ لاسلیک ورباندې وکړي.

اوباما د تېرې جمعې په ورځ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې د اسرائیلو د دفاع ملاتړ کوي، خو پر همدې مهال د ولسي فلسطینیانو خوندي ساتل هم مهم بولي.

د اسرائیلو "اوسپنیزه ګنبته" دفاعي سیستم په رادار او ټکنالوژۍ کې کارېږي، چې په لړ کې یې پرمختللي توغندي تعقیبوي، هاوان او توغندي له خپل تګلوري بلې خوا ته بیايي او یا یې شنډوي.

د کانګرس له خوا له اسرائیلو سره دغه تازه مرسته د واشنګټن له خوا له اسرائیلو سره د هغې ۳.۱ میلیارد ډالرو مرستې یوه برخه ده، چې په نړۍ کې تر ډېره اسرائیل ګټه ترې اخلي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اسرائیل له دفاعي سیستم نه له غزې د توغول کېدونکو توغندیو په شنډولو کې ګټه اخلی

ورته مطالب