ډاکې ته څېرمه ۲۰۰ مساپر ډوب شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېره مې میاشت کې په همدې سیمه کې یوه ورته پېښه کې له پنځوسو ډېر کسان ووژل شول.

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې جنوب لوېديځ یوه سند کې کښتۍ ډوبه شوې، چې نژدې دوه سوه کسان پکې ناست وو.

ځايي پولیس وايي پېښه کې نژدې سل کسان ژغورل شوي دي.

کښتۍ له پلازمېنې ډاکې نه دېرش کیلومتره لرې، سویل کې ډوبه شوه.

کښتۍ کې ناسټ ډېری کسان د اختر له رخصتیو وروسته بېرته ډاکې ته ستنېدل.

بنګله دېش کې د خوندیتوب اصولو نه مراعاتولو او له کچې ډېرو سپرلیو کیناستو له کبله د کښتیو اوښتو پېښې معمول دي.

په تېره مې میاشت کې په همدې سیمه کې یوه ورته پېښه کې له پنځوسو ډېر کسان ووژل شول.

د ډوبېدو تازه پېښه مونشي ګنج سیمې ته څېرمه په پادما اوبو کې رامنځ ته شوې ده.

د سیمې یوه چارواکي محمد سیف الحسن ابدال ویلي، د پینک – ۶ په نامه د ددې بېړۍ نیمايي سپاره ژغورل شوي.

تر اوسه هېڅ کوم مړی نه دی موندل شوی.

د ژغورنې په عملیاتو کې غوټه وهونکو او د بنګله دېش پوځ برخه اخیستې ده.

یوه بنګالي چارواکي ويلي "زیاتره سپاره کسان ښار ته د ستنېدو په حال کې وو".

د بنګله دېش ځمکه تر نورې سیمه یوڅه ټيټه ده، چې په اوبو کې یې ډېرې لارې موجودې دي، خو د ژغورنې کچه پکې کمه ده.

د ۲۰۱۲ په مارچ کې، همدې سیمې ته نژدې یوه بېړۍ ډوبه شوه، چې لږترلږه ۱۴۵ کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب