اسرائیلو اوه ساعته پیل کړی اوربند بېرته مات کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا درېیم ځل دی، چې اسرائیل په غزه کې د ملګرو ملتونو پر مدرسې بریدونه کوي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، د رفح په استثنا د غزې پر نورو سیمو به د لنډ وخت لپاره بمباري نه کوي او اوربند یې اعلان کړی دی.

رپوټونه وايي، د اوربند له پیلېدا څو دقیقې وروسته اسرائیلو پخپله دغه اوربند بېرته مات کړی دی.

بل خوا، ملګرو ملتونو او امریکا د غزې په جنوب کې د ملګرو ملتونو پر یوې اړوندې مدرسې د اسرائیلو هغه بمباري "شرموونکی" عمل بللی، چې لږترلږه لس ولسي وګړي پکې ووژل شول.

حماس له مصري چارواکو سره په قاهره کې پر خبرو بوخت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د غزې په جنوب رفح کې د ملګرو ملتونو پر مدرسې د بمبارۍ په اړه باید اسرائیل "چټکې او بشپړې" پلټنې وکړي.

ددغه وزارت ویاند جان ساکي په یوه اعلامیه کې له اسرائیلو غوښتي چې "د خپلو معیارونو په مراعاتولو سره" د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم په یوه خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او دا یې "مجرمانه عمل او له اخلاقي پلوه یوه ډېره ناوړه پېښه" بللې ده.

بان کي مون ویلي، د یکشنبې ورځې اسرائیلی برید "له نړیوالو قوانینو بله ښکاره سرغړونه" ده، خو ددغه برید د عاجلو او بشپړو پلټنو او د عاملینو د مشخصولو غوښتنه یې کړې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسرائیلي تازه بریدونو په اړه نړیوال په غوسه شوي دي

اسرائیلو ویلي، چې د اوو ساعتونو لپاره یې د دوشنبې په ورځ له رفح پرته د غزې په زیاترو سیمو کې اوربند اعلان کړی.

د اسرائیلو د پوځ یوه مشر یواو مرخای ویلي، په دې اوربند کې – چې د ګهیځ له ۱۰ بحو تر ۱۹ پورې به دوام وکړي- د غزې له ختیځ رفح پرته ټولې سیمې شاملې دي.

د یکشنبې په ورځ په غزه کې د روغتون چارواکو د اسرائیلو په بمبارۍ کې د لږترلږه لسو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د غزې له جنوب او رفح نه زرګونو کورنیو د ملګرو ملتونو مدرسې ته پناه وړې وه.

د اسرائیلو پوځ ادعا لري، چې دغې مدرسې ته څېرمه د "اسلامي جهاد درو ډلو جنګیالي په موټرو کې سپاره وو" چې د دوی د بمبارۍ هدف همدوی وو.

دا درېیم ځل دی، چې اسرائیل په غزه کې د ملګرو ملتونو پر مدرسې بریدونه کوي.

ملګري ملتونه وايي، تر ۲۵۰ زرو ډېر وګړي پر غزې د اسرائیلي بریدونو له ناتاره بې ځایه شوي، چې زیاترو یې د ملګرو ملتونو مدرسو ته پناوې وړې دي.

اسرائیلو تېره کرۍ شپه او نن ګهیځ هم پر غزې بریدونه کول، چې د غزې د چارواکو په وینا، لسګونه کسان پکې وژل شوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې تر ۱۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي
د انځور حقوق Reuters
Image caption اسرائیلي پوځ وايي، غزه کې خپلو هدفونو رسېدو ته نژدې شوي
د انځور حقوق EPA
Image caption اسرائیل وايي لنډ اوربند یې خپلو کورونو ته د غزې د اوسېدونکو د ستنېدو پخاطر کړی

ورته مطالب