"اسلامي دولت" ډلې د عراق تر ټولو لوی بند نیولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ''اسلامي دولت'' جنګیالیو د کردي (پیشمرکه) ځواکونو تر ماتولو وروسته لویه بریا وګټله

په عراق کې د "اسلامي دولت" ډلې، چې مخکې د "داعش" په نامه یادېده، د عراق تر ټولو لوی بند نیولی دی.

ددغه بند په نیولو سره دغه ډله کولی شي، چې د عراق پر لويو ښارونو او کرنیزو سیمو اوبه بندې کړي.

رپوټونه وايي، وسله والو دوه ښارونه او د عراق شمال لوېديځ کې یوه لویه نفتي سیمه نیولې ده.

عیني شاهدان وايي، د "اسلامي دولت" ډلې تور بیرغ اوس زمار او سنجار سیمو ته څېرمه رپېږي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای مادینوف پر سنجار د داعش د واک تر ټینګولو وروسته هلته وضعیت "بشري ناورین" انځور کړی دی.

ملادینوف له عراقي حکومت او د کردستان له حکومت غوښتي چې "ددغې ستونزې د هواري لپاره خپلې امنیتي هڅې سره یو کړي".

په تېر جولای کې "عراق او شام کې اسلامي دولت" جنګیالیو چې په "داعش مشهور شوي وو، کردي پیشمرکه ته لویه ماتې ورکړې وه او عراق زیاتره شمالي برخې نیولې وې.

د عراق حکومتي تلوېزیون منلې چې د "اسلامي دولت" جنګیالیو له جګړې پرته د کردي ځواکونو تر وتلو وروسته د موصل لوی بند نیولی دی.

رپوټونه وايي، دې کار دغې ډلې ته پر اوبو د واک وړتیا ورکړه، چې د نوري المالکي د حکومت نسکورولو لپاره شاید ګټه ترې واخلي.

د انځور حقوق Getty AFP
Image caption وېره ده چې د موصل بند تر نیولو وروسته به داعش پر کرنیزو ځمکو اوبه بندې کړي

د "اسلامي دولت" ډلې په سوریه او عراق کې په هغو سیمو کې چې دوی پرې واکمن دي، د "اسلامي خلافت" جوړولو اعلان کړی و.

دغې ډلې د تېرې یکشنبې پر ورځ د عراق یوه لویه نفتي سیمه هم ونیوه.

دوی د بغداد شمال او لوېديځ کې د دجلې او فرات بندونو شاوخوا سیمې هم نیولې دي، خو ترڅنګ یې له سوریې سره پولې ته څېرمه سیمې هم نیولې دي.

عیني شاهدان وايي، د "اسلامي دولت" جنګیالیو سوري حدودو ته څېرمه د ربیعه ښار نیولو هڅې هم کوي، او له سوري کردانو سره یې نښته هم کړې ده.

ورته مطالب