عقیله صالح د لیبیا د پارلمان مشر ټاکل شوی

Image caption د لیبیا پلازمېنه کې د جګړه مارو ملېشو د ختمولو په پلوۍ مظاهرې وشوې

د لیبیا پارلماني غړو عقیله صالح عیسی د پارلمان مشر ټاکلی دی.

تر لومړنۍ جلسې مخکې، د پارلمان غړو د ملي یووالي غوښتنه کړې، چې په لړ کې یې هېواد له روان کړکېچه وژغوري.

عیسی پارلمان کې د ختیځې القبه سیمې یو خپلواک وکیل دی.

د پارلمان لومړنۍ ناسته د هېواد په ختیخ طبرق ښار کې د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته له دې کبله وشوه، چې پلازمېنه طرابلس او بنغازي کې امنیتي وضعیت ترینګلی ښکارېده.

تر جلسې مخکې د هېواد په جنوب او لوېديځ کې د جګړه مارو ډلو ترمنځ د توغندیو او توپونو ډزې هم شوې.

دغه ډلې، چې ځینې یې اسلامپالې سخت دریځې او نورې د زنتان ملېشو دي، له تېرو درو اونیو راهیسې له یو بل سره ښکر په ښکر شوې دي.

د پارلمان غړو لومړنۍ جلسه په یوه هوټل کې تر ټینګ امنیتي تدبیر لاندې جوړه کړې وه.

"چټکه لېږدېدنه"

د لیبیا د ملي شورا مخکني مرستیال مشر عزیالدین العوامي ویلي "د ملي شورا له خوا نوي پارلمان ته واک سپارل ډېر مهم په دې دي چې اوس هېواد په ډېر ترینګلي حالت کې دی".

دی زیاتوي "هیله من یو چې ټول لیبیایان سره یو شي او لومړی د خپل هېواد د ګټو لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي".

د اسلامي ګوندونو نژدې کس او وکیل ابو بکر بعیره، چې د پارلمان د غونډې مشري یې کوله وویل، د پارلمان په غونډه کې له ټول ټال ۱۸۸ غړو نه ۱۷۱ کسانو حضور درلود.

د لیبیا پارلمان کې اسلامپالي لږ ونډه لري.

اسلامپالو وکیلانو او د دوی ملاتړو په طبرق کې دغه غونډه د قانون خلاف عمل بللی.

دوی وايي، د دا ډول غونډې رابلل د هغې ملي شورا د مشر نوري ابو سهمین دنده ده، چې واک یې ختمېدونکی دی.

خو د پارلمان وکیلانو د غونډې په قانونمندۍ ټینګار کاوه.

دغې غونډې ته په لیبیا کې د عربي ټولنې، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکارۍ د سازمان استازو هم ګډون درلود.

د انځور حقوق Reuters
Image caption طرابلس او بنغازي کې جګړو پارلمان طبرق ښار کې غونډې جوړولو ته اړ کړ

ورته مطالب