وارثي د غزې په اړه د حکومت د سیاست له کبله استعفا وکړه

بارونا سعیده وارثي
Image caption وارثي د برتانیا لوېدیځ یورکشر کې لویه شوې، خو سیاست ته له داخلېدا مخکې یې د وکالت دنده مخته وړله.

د برتانیا یوې وزیرې بارونا سعیدي وارثي د غزې په اړه د برتانوي سیاست له کبله استعفا کړې ده.

هغې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "په ډېر خپګان مې نن لومړي وزیر ته خپله استعفا وړاندې کړه. سر له اوسه د غزې په اړه د حکومت سیاست نه تاییدوم. ".

باروان وړاندې د برتانیا محافظه کارانو په ګوند کې مشره وه.

هغه په ۲۰۱۰ کال کې کله چې ډیویډ کامیرون لومړی وزیر و، د وزیرانو شورا کې لومړنۍ مسلمانه وزیره وه.

وارثي د برتانیا لوېدیځ یورکشر کې لویه شوې، خو سیاست ته له داخلېدا مخکې یې د وکالت دنده مخته وړله.

په ۲۰۱۲ کال وارثي د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت اړونده وزیره وه.

د لندن ښاروال بوریس جاسن ویلي، هغه محافظه کاره وه، خو "وارثي ته ډېر درناوی لرم، زموږ لپاره یې ډېر کار وکړ، هیله لرم چې ډېر ژر بېرته راستنه شي".

د لومړي وزیر مرستیال نېک کلیګ ویلي، له شک پرته هرڅوک د غزې په اړه د حکومت د ننه خپل نظر لري، او باروان وارثي په دې اړه "قوي نظر" درلود.

"بې دلیله "

وارثي د یوې کډوالې شوې پاکستاني کورنۍ له پنځو لوڼو یوه ده، چې په لیډز پوهنتون کې یې زده کړې کړې، بیا د برتانیا د وکالت دفتر کې مخکې له دې چې د وکلات خدمتونو خاص دفتر پرانیزي، کار کړی دی.

اسرائیلو د تېر جولای پر اتمه پر غزې بریدونه پیل کړل.

په غزه کې چارواکي وايي، په دې څلور اونیزه جګړه کې لږترلږه ۱۸۰۰ فلسطینیان ووژل شول، اسرائیلو هم د ۶۷ اسرائیلیانو د وژل کېدو خبر ورکړی، چې زیاتره یې پوځيان دي.

د انځور حقوق Getty
د انځور حقوق

بارونا وارثي پر خپلې ټویټر پاڼې د غزې د روان کړکېچ په اړه د لانورو نړیوالو هڅو غوښټنه کړې ده.

هغې د تېر جولای پر ۲۱ لیکلي وو "د بې ګناه ولسي وګړو وژنه باید ودرول شي. په غزه کې چټک اوربند پیلېدو ته اړتیا لرو. په دواړو غاړو کې مشران باید دغه ناورین ودروي".

بیا درې ورځې وروسته هغې وویل: "ایا امکان لري، چې خلک دې د ماشومانو له وژلو لاس واخلي؟ که زموږ سیاست هر ډول وي، هېڅ دلیل ورته نه لرو، پرته له دې چې پر غزې دې خواشیني شو".

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، د ملګرو ملتونو عمومي منشي په غزه کې د ملګرو ملتونو اړوندې یوې مدرسې ته څېرمه د اسرائیلي بریدونو پرضد په حقه دریځ درلود.

خو دا یې ونه ویل، چې ګني دغه برید "یو اخلاقي جرم" دی.

Image caption سعیده وارثي د برتانیا لومړي وزیر ته ډېره نژدې وه

ورته مطالب